ښځې د نوي زېږېدلي ماشوم مړی الوتکه کې پرې ایښی

د عکس سرچینه، Getty Images
هند کې یوه ښځه له هغه وروسته نیول شوې، چې د اسام ایالت له ګوهاټۍ نه پلازمېنې ډیلي ته پر لار الوتکه کې د نوي زېږېدلي ماشوم مړی وموندل شو.
د پنجشنبې پر ورځ د ایر اسیا هوايي شرکت عملې یا خدمتي کارکونکو د الوتکې له کېناستو څو دقیقې مخکې د ماشوم مړی موندلی و. دوی په الوتکه کې له ټولو مساپرو ښځو په دې تړاو وپوښتل او بالاخره یوې ۱۹ کلنې ښځې ومنله چې همدې الوتکه کې یې دغه ماشوم زېږېدلی.
پولیس چارواکو بي بي سي ته وویل، دغې ښځې ویلي، چې له خپلې مېندوارۍ بې خبره وه. دوی وايي د هوايي ډګر پولیسو قضیه ثبت کړې ده او پوښتنې ګروېږنې یې پیل کړې دي.
یوه پولیس افسر سنجې بهاټیا بي بي سي ته وویل:
''نیول شوې ښځه د اووه نیمو میاشتو مېنداوره وه او د الوتکې تشناب کې یې د ماشوم له زېږېدو وروسته مړی همالته پر ځمکه پروت پرې ایښی و. ''
نوموړی وايي دوی د عدلي طب رپوټ ته انتظار کوي، چې معلومه شي، ماشوم ولې مړ شوی دی او له هغه وروسته به اړین اقدامات کوي.
دغې ښځې ته چې د تایکواندو ماهره ده، اجازه نه ده ورکړل شوې چې سویلې کوریا ته روانه الوتکه کې سفر وکړي. ایر اسیا هوايي چلند شرکت په یوه اعلامیه کې له مساپرو بښنه غوښتې، چې تګ راتګ کې یې ځنډ رامنځته شو. اعلامیه کې راغلي:
''موږ به له اړوند ادارو سره د معلوماتو په راکړه ورکړه کې همکاري وکړو. ''
پولیس وايي هڅه کوي اسام ایالت کې د نیول شوې ښځې له کورنۍ سره خبرې وکړي.








