تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نیویارک ټایمز ټرمپ ته: خبریالان د خلکو دوښمنان مه بوله
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپروونکي رتور ګرګ سالزبرګر د امریکا له ولسمشر ډونلد ټرمپ وغوښتل چې خبریالان د خلکو دوښمنان ونه بولي، ځکه چې دغه کار یې د رسنیو ضد تاوتریخوالي سبب کېدلی شي.
ښاغلي سالزبرګر سپینه ماڼۍ کې د ډونلډ ټرمپ سره لیدنه درلوده او ټاکلې وه چې د دې ناستې خبرې پټې پاتې شي، خو سالزبرګر وايي، ولسمشر په یوه ټوېټ سره په دې ژمنه ونه درېد.
ډونلډ ټرمپ په لومړني ټوېټ کې ویلي چې د نیویارک ټایمز له مشر سره یې "ښه او په زړه پورې" لیدنه درلوده.
وروسته یې رسنۍ تورنې کړې چې په رپوټ سره د خلکو ژوند خطر کې اچوي.
د ټرمپ اول ټویټ کې راغلي: " په رسنیو کې پر ډېره اندازه جعلي خبر او دا چې څنګه د جعلي خبر اصطلاح 'د خلکو دوښمن' په عبارت بدل شوې ده ډېر سره وغږېدو. خواشینوونکې ده".
خو ډونلډ ټرمپ پخپله د دې اصطلاح بیا بیا ویلو ته اشاره نه ده کړې.
له دغه ټوېټ وروسته نیویارک ټایمز د یوه بیان خپرولو سره وویل، غواړي په هغه ډول چې د امریکا ولسمشر دا خبرې اترې څرګندې کړې ځواب ور کړي.
ښاغلي سالزبرګر په دې بیان کې ویلي له ډونلډ ټرمپ سره یې لیدنه په دې دلیل ومنله چې "د هغه د رسنیو پرضد سختو خواشینوونکو شعارونو" خپله اندېښنه ورته ووايي.
نوموړی زیاتوي، د امریکا ولسمشر ته یې وویل، چې د جعلي خبر اصطلاح بې واقعیته او مضره ده او دی ډېر اندېښمن دی چې ولسمشر ټرمپ خبریالان د خلکو دوښمنان بولي.
نوموړي ډونلډ ټرمپ ته دا هم ویلي چې دا مسله په نورو ډېرو هېوادونو کې سمه ده او د ښاغلي ټرمپ شعارونه او سیاسي خبرې ځینې حکومتونو ته د خبریالانو د ځپلو پلمه په لاس ور کوي.
د نیویارک ټایمز خپروونکی دا هم وايي، چې د امریکا له ولسمشر یې دا نه دي غوښتي چې پر دغه ورځپاڼه نیوکې مه کوه، خو ترې غوښتی یې دي چې د خبریالۍ په تړاو خپل ټول دریځ ته بیا کتنه وکړي.
"ما هغه ته خبرداری ور کړ چې که دا د یو چا ژوند له خطر سره مخ کړي د خلکو ولسواکې هیلې زیانمنېږي او زموږ د هېواد د یوه تر ټولو لویو صادراتو د له منځه ته سبب کېږي: چې هغه د بیان ازادۍ او ازادو رسنیو ته ژمنتیا ده".
د امریکا ولسمشر د تېر کال پرورۍ کې په یوه ټوېټ کې نیویارک ټایمز، اېن بي سي، اې بي سي او سي اېن اېن د امریکا د خلکو دوښمنان وبلل او یوه اونۍ وروسته یې په یوه غونډه کې بیا دا خبرې وکړې.
تېره مایشت چې کله د امریکا او مکسیکو په پوله کې له مور پلار د کډوالو ماشومانو د بېلولو خبر د یو څه مهال لپاره د رسنیو سرټکی و، ډونلډ ټرمپ بیا همدا خبره وکړه.
نوموړي تېره میاشت د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره د لیدنې له امله نیوکو ته هم په دې ډول ځواب ور کړ.