هند کې د پۍ رودونکې ماشومې جنسي تېري کوونکي ته اعدام

د عکس سرچینه، AFP
د هند راجستان ایالت کې یوې محکمې هغه نولس کلن ځوان په اعدام محکوم کړی چې پر یوه اوه میاشتنۍ تی رودونکې نجلۍ یې جنسي تېری کړی و.
دا په راجستان کې د محکمې له خوا د تورن په حق کې لومړنی حکم دی.
چارواکو په دې ایالت کې د ماشومانو د ساتنې قانون کې بدلون راوستلی دی.
فعالانو د محکمې ددغه حکم هرکلی دی.
تورن په لوړه محکمه کې د استیناف حق هم لري.
په هند کې هره ورځ د جنسي تېري د سلو پېښو رپوټ ورکول کېږي، خو ډېر کم تورن کسان محاکمه کېږي.
په هند کې له ۲۰۱۲ کال راهیسې وروسته تر هغه د جنسي ځورونو د څېړلو لپاره قوانین سخت کړل شول، چې د هند پلازمېنې ډیلي په یوه بس کې پر یوې ۲۳ کلنې نجلۍ ډله ییز جنسي تېری وشو او بیا مړه شوه.
تر یادې پېښې وروسته هند کې کابو هره ورځ لاریونونه کېدل او حکومت یې د جنسي تېري پروړاندې د قانون سختولو ته اړایست چې ان د مجرم اعدامول هم پکې شامل شول.
د روان کال په جنورۍ میاشت کې د هند په ګڼو ښارونو کې په نوي ډیلي کې د اتو میاشتو پر یوې نجلۍ د جنسي تېري له پېښې وروسته پراخ لاریونونه وشول.
د ماشومانو ځورونه
د بشري حقونو د څار ټولنه وايي د هند حکومت د ماشومانو د پراخې جنسي ځورونې په مخنيوي کې پاتې راغلى، په تېره په ښوونځيو او د ماشومانو په دولتي پالنځايونو کې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغې ټولنې په وينا په هند کې هر کال له ماشومانو سره د زبر زنا ۷۰۰۰ پېښې ثبتېږي.
خو کارپوهان په دې باور دي چې اصلي شمېره نوره هم لوړه ده.
فعالان وايي ماشومان د خپلو خپلوانو، گاونډيانو او په ښوونځيو او پالنځايونو کې له جنسي پلوه ځورول کېږي، او د ټولنې د شرم او ډار له امله ډېرى دغه پېښې پټې ساتل کېږي.








