تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکیې ولسمشر اردوغان ټاکنې وګټلې
د ترکیې د ټاکنو کمیسیون ویلي، د ولسمشرۍ ټاکنو کې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان بریالی شوی دی.
د ټاکنیز کمیسیون مشر سعدي ګوین ویلي، ولسمشر "د ټولو باوري رایو ډېری ترلاسه کړې دي"، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.
ولسمشر رجب طیب اردوغان هم تېره ورځ استانبول کې د وینا پرمهال د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو کې ځان بریالی اعلان کړی؛ خو تر اوسه یې اصلي ټاکنیز سیال ماتې نه ده منلې.
د ترکیې دولتي رسنیو ویلي، د کابو ټولو رایو تر شمېرلو وروسته، رجب طیب اردوغان په سلو کې شاوخوا ۵۳ سلنه رایې ګټلې او ټاکنیز سیال یې محرم اینجه چې د جمهوریپال خلق ګوند له خوا نوماند و، په سلو کې ۳۱ رایې ترلاسه کړې دي.
رجب طیب اردوغان د یکشنبې په مازیګر (جون ۲۴مه) استانبول کې وویل، خلکو ده ته د ولسمشر د واکونو او د مجریه قوې واک "سپارلی دی".
ده وویل: "هیله لرم هېڅ کس د ټاکنو پایلو کې شک ونه لري او د خپلې ماتې پټولو لپاره دیموکراسۍ ته زیان ونه رسوي".
د ترکیې رسمي خبري اژانس هم ویلي، د اسلامپال واکمن عدالت او پراختیا ګوند نوماند ښاغلي اردوغان پارلماني ټاکنو کې شاوخوا ۴۳ سلنه رایې ګټلې دي.
جمهوریپال خلق ګوند پارلماني ټاکنو کې په سلو کې ۲۳ رایې خپلې کړې دي.
اردوغان دا ادعا هم کړې چې د ګوند په مشرۍ ټلوالې یې د پارلمان اکثریت څوکۍ ګټلې دي.
د دولتي رادیو تلوېزیون د خبر له مخې، ترکیه کې ۸۷ سلنه هغو کسانو رایې ورکړې چې د رای ورکولو حق لري.
له سوریې سره پر پوله جنوبي اورفه ولسوالۍ کې د ټاکنیزو درغلیو خبر ورکړل شوی، چې د ترکیې د ټاکنو کمیسیون په وینا، دا سرغړونې به وارزوي.
د ۲۰۱۶ کال له ناکامې کودتا وروسته ترکیه په بېړني حالت کې وه.
محرم اینجه ویلي وو، که په ټاکنو کې بریالی شي نو په ۴۸ ساعتونو کې به بیړنی حالت چې په ۲۰۱۶ کال کې له ناکامې کودتا وروسته اعلان شو، ختم کړي.
ښاغلی اردوغان ۱۱ کاله لومړی وزیر او بیا ولسمشر شو. د اساسي قانون بدلېدو سره د نوموړي اجراییوي واکونه ډېر شول.