ترکان نن برخلیک ټاکونکو ټاکنو کې رایې اچوي

ترکیه او په تېره ددغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان نن برخلیک ټاکونکي انتخابات په مخکې لري، ځینې کتونکي دا ټاکنې په تېرو نوي کلونو کې له کله چې مصطفی کمال اتاتورک عثماني خلافت ړنګ کړ تر ټولو مهمې بولي.

د نننیو ټاکنو ارزښت په دې کې دی چې په راتلونکې به د ترکیې نظام ریاستي وي یانې واک به له ولسمشر سره وي چې د تېر په څېر به لومړی وزیر نه لري او د لومړي وزیر واکونه به ولسمشر ته ورکول کېږي.

په دغه هېواد کې نن د پارلمان او لسمشرۍ لپاره ټاکنې په لومړي ځل پر یوه ورځ تر سره کېږي.

ښاغلی اردوغان هیله لري چې د پنځو نورو کلونو لپاره په واک کې پاتې شي.

کتونکي وايي، نوموړی دا ځل له ننګوونکې ټاکنیزې سیالۍ سره مخامخ دي.

د هغه درېیو سیالانو ویلي، که هر یو یې بریالی شي، نو د ښاغلي اردوغان له خوا رامنځته شوی رياستي نظام به لغوه کړي او د تېر په څېر به پارلماني نظام ټینګ کړي.

تېر کال په یوه ټولپوښتنه کې اساسي قانون تعدیل شو چې له مخې یې پارلماني نظام پر رياستي بدل کړل شو.

څه باندې پنځوس سلنه رایه ورکوونکو د رجب طیب اردوغان له خوا دې وړاندیز ته مثبته رایه ورکړه.

د ښاغلي اردوغان له مهمو سیالانو یو هم ۵۴ کلن محرم انجه دی چې د نوموړي سرسخت مخالف دی او د جمهوریت ګوند نوماند دی.

بله نومانده د کورنیو چارو پخوانۍ وزیره یو شپیته کلنه میرال اکچینار ده چې اي ګوند له خوا نومانده شوې.

له ښاغلي اردوغان سره په دې ټاکنو کې صلاح الدین دمیرتاش هم سیالي کوي، ۴۵ کلن دمیرتاش د خلق دیموکراتیک ګوند له خوا نوماند شوی چې د کردانو پلوی دی.

نوموړي له یو نیم کال راهیسې په زندان کې دی او له هماغه ځایه ټاکنیزې منډې ترړې تنظیموي.

۶۴ کلن رجب طیب اردوغان له ۲۰۰۲ کال راهیسې په واک کې دي کله د لومړي وزیر او کله هم د ولسمشر په توګه.

د ده د واکمنۍ په موده کې د ترکیې اقتصاد د پام وړ وده کړې، خو په وروستیو کلونو کې له ځینو اروپايي هېوادونو او امریکا سره اړیکې ترینګلي دي.

د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت کې له واکه دده د لرې کولو لپاره د کودتا ناکامه هڅه وشوه. هغه هڅه چې په پایله کې لسګونه زره کسان ونیول شول.

د ټاکنیزو منډو ترړو په وروستیو کې ښاغلي اردوغان له خلکو وغوښتل چې یو ځل بیا ده ته رایه ورکړي.

ښاغلی اردوغان په ۲۰۰۳ کال د ترکیې لومړی وزیر او له ۲۰۱۴ کال راهیسې ددغه هېواد ولسمشر دی.