'طالبان د اوربند غځولو نیت نه لري'

کابل کې عامو خلکو له طالبانو سره سیلفي واخیستل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کابل کې عامو خلکو له طالبانو سره سیلفي واخیستل

د بريتانیا ګارډین ورځپاڼې لیکلي، د افغان طالبانو د مشرتابه شورا به نن (یکشنبه) غونډه کوي او په دې غونډه کې به له افغان دولت سره د روان اوربند پر غځولو غور کېږي.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ بي بي سي ته ویلي وو، د یاد اوربند د غځولو نیت نه لري.

ګارډین ورځپاڼه دا خبره د طالبانو د یو مهم قومندان له خولې کوي، خو د یاد قومندان نوم یې نه دی څرګند کړی.

ورځپاڼه وایي، په تېرو دوه ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې عام ولس د روان اوربند تود هرکلی وکړ.

ګارډین وایي، پخپله وسله وال طالبان هم د اوربند په اړه خوښ وو او یو شمېر جنګیالیو یې ویل، په تېرو څو کلونو کې یې دومره خوشحالي نه وه لیدلې.

ورځپاڼه د دې اوربند د غځولو په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې شپې اعلان ته هم اشاره کوي او وایي چې نړیوالې ټولنې د افغان حکومت د دې پرېکړې ملاتړ کړی.

د ګارډین په وینا، که څه هم په تېرو دوه ورځو کې د افغانستان په ډېرو برخو کې امن و، خو په ننګرهار کې تېره ورځ یوه ځانمرګړي برید د اوربند فضا خرابه کړه او د طالبان، افغان پولیسو او ولسي وګړو په ګډون ۲۵ تنه پکې ووژل شول.

ورځپاڼه وایي چې د داعش ډلې د دې برید مسؤولیت منلی او دا ډله د اعلان شوي اوربند برخه نه وه.

افغان کډوال ترکیه کې

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغو افغان کډوالو په اړه لیکنه کړې چې په دې وروستیو کې له ترکیې څخه په زوره بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

استانبول

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، ورځپاڼه لیکي چې له جنورۍ میاشتې راهیسې ترکیې کابو ۱۷ زره ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي دي.

د ورځپاڼې خبریال مجیب مشعل له استانبوله تر کابله له همداسې یوې ډلې سره سفر کړی.

ورځپاڼه لیکي چې په دې ډله کې کابو شپېته کسان وو او ډېریو پکې په لومړي ځل په الوتکه کې سفر کاوه.

نیویارک ټایمز لیکي، دې کسانو د څو میاشتو لپاره پلی سفر کړی و، مرګ یې منلی و، د پردیو هېوادونو سرحدي ځواکونو لخوا سپکې سپورې ورته ویل شوې وې، ګواښل شوي او او غلو ورنه له بوټانو او جامو پرته نور هر څه تروړلي وو.

خو دې ټولو دې کسانو دا ټول کړاوونه پر ځان ومنل او غوښتل یې چې ځانونه تر اروپا ورسوي.

خو کله چې ترکیې ته ورسېدل، د اروپا پر لور سفر یې په ناڅاپي توګه پای ته ورسېد.

ورځپاڼه لیکي چې له جنورۍ میاشتې راهیسې ترکیې کابو ۱۷ زره ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي دي.

همدا رنګه د اروپا له بېلابېلو هېوادونو څخه هم کابو ۱۲۰۰ افغانان ایستل شوي او افغانستان ته استول شوي.

ورځپاڼه لیکي، په الوتکو کې سپرو دې کډوالو له کړکۍ بهر فضا ته کتل او د خپل راتلونکي په اړه ناخبره .

ځینو یې خندل، خو د نورو پر څېدو اندېښنه خوره وه.

هندي کشمیر کې بشرضد جرمونه

او د پاکستان ډان ورځپاڼه وایي، هندي چارواکي هېڅ دې ته چمتو نه دي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د بشر ضد جنایتونو په اړه د ملګرو ملتونو رپوټ ومني.

د ورځپاڼې په وینا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په دې وروستیو کې له هندي حکومته غوښتنه کړې وه چې د دوی پلټونکو ته دې اجازه ورکړي چې د هند تر ولکې لاندې د کشمیر ځینو سیمو ته ورشي او هلته پلټنې وکړي.

سرینګر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډان ورځپاڼه لیکي، په دې رپوټ کې ځینې داسې حقایق راټول شوي چې د هندي چارواکو لپاره یې منل اسانه نه ده، ځکه پر هندي پوځ تورونه لګول شوي چې دېر ځل یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړې دي.

ملګرو ملتونو غوښتل په دې پلټنو کې وګوري چې ایا د هندي پوځ لخوا له بشري حقونو سرغړونې شوې دي او که نه.

خو د ډان ورځپاڼې په وینا، هند د تېر په څېر یو ځل بیا پلټونکو ته اجازه ورنکړه چې سیمې ته ورشي.

ډان ورځپاڼه لیکي، په دې اړه د واکمن ګوند بي جې پي دریځ خو له پخوا مالوم و، خو اوس د اپوزیسیون کانګرس ګوند مشران هم د ملګرو ملتونو پر وروستي رپوټ سترګې پټوي.

ډان ورځپاڼه لیکي، په دې رپوټ کې ځینې داسې حقایق راټول شوي چې د هندي چارواکو لپاره یې منل اسانه نه ده، ځکه پر هندي پوځ تورونه لګول شوي چې دېر ځل یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړې دي.

د ورځپاڼې په وینا، په هند کې ټاکنو ته یو کال پاتې دی، او ښایي همدا لامل وي چې هېڅ سیاسي ګوند نه غواړي په داسې حساس وخت کې د پوځ په څېر د یوې حساسې ادارې په اړه کومه ناسمه خبره وکړي.