تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فلسطینۍ نرسې رزان النجار وژل که "د اسراییلو جرم"
په غزه کې چارواکي وايي، اسراييلي پوځ خان یونس کې داسې مهال پر نرسانو برید کړی، چې هغوی د نرسانو جامې اغوستې وې او لاسونه یې پورته نیولي وو چې ګني دوی کوم خطر نه پېښوي.
د فلسطین روغتیا وزارت غزه تړانګه کې اسراییل د فلسطینۍ نرسې رزان اشرف النجار په قصدي وژلو تورن کړي.
۲۱ کلنه رزان خان یونس کې هغه مهال ساه ورکړه، چې له اسراییلو سره یې د تړانګې پر پوله د "ستنېدو لویو لاریونونو" لسمه اونۍ د ټپیانو درملنه کوله او اسراییلي پوځیانو ډزې پرې وکړې او په سینه یې وویشته.
النجار د جمعې ورځې له پاڅونونو راهیسې دویمه قرباني ده.
د تېر مارچ پر ۳۰مه، د لاریونونو له پیلېدا راهیسې د اسراییلي پوځ په ډزو لږترلږه ۱۲۳ فلسطینیان وژل شوي او تر دوو زرو ډېر نور ټپیان دي.
په غزه کې د حماس ډلې د اسراییلي پوځ په ډزو د النجار وژل "د قتل اړوند جرم" بللی. دوی دغه ځوانه نرسره "په بشري ډګر کې یوه مخکښه اتله بلللې ده".
د اسراییلي پوځ له خوا د رزان د وژلو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.
"په سینه کې مرمۍ"
د اسراییلو حکومت د فلسطینیانو سوله ییز لاریون د اسراییلو امنیت ته خطر بللی دی.
له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې اسراییلو د غزې تړانګه کلابنده کړې چې هلته یې ډېر ناوړه وضعیت رامنځ ته کړی دی.
فلسطیني چارواکي وايي، اسراییلي ځواکونو "مخامخ د رزان پر سینې ډزې کړې او ځینې نور نرسان یې هم ویشتلي دي".
پر خواله رسنیو، په تېره بیا ټویټر عربي نړۍ کې د رزان پر وژنې خواشيني ښودل شوې.