د موساد پخوانی مشر: نتانیاهو راته پر ایران برید ته د چمتووالي ویلي وو

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی پاردو پنځه کاله د موساد مشر و

د اسراییلو د اطلاعاتو او ځانګړو عملیاتو د سازمان (موساد) مشر تمیر پاردو په یوه ټلوېزیوني مرکه کې په ډاګه کړې چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ۲۰۱۱ کال کې امر کړی و چې پر ایران د برید لپاره چمتووالی ونیسو.

نوموړي پخپله مرکه کې ویلي، نتانیاهو امر کړی و چې اسراییلي ځواکونه دې چمتو وي چې د برید امر پر مهال په ۱۵ ورځو کې په ایران کې پر مشخصو هدفونو بریدونه وکړي.

د موساد مشر ویلي، د نتانیاهو تر سپارښتنې وروسته له خپلې څوکۍ د استعفا په لټه کې شو. هغه زیاته کړې، دا چې په ایران کې پر مشخصو هدفونو بریدونه له دغه هېواد سره د جګړې لامل کېده، نو ما د هغه د فرمان قانونيتوب د ارزولو امر وکړ.

تر دې وړاندې هم د ایران پر سر د اسراییل د امنیتي چارواکو او لومړي وزیر ترمنځ د اختلافونو په اړه راپورونه ور کړل شوي دي.

په ۲۰۱۱ کال کې د اسراییل د لوی درستیز بني ګانتس او د موساد د مشر مخالفت د دې لامل شو چې ښاغلی نتانیاهو پر ایران د برید د چمتووالي له پرېکړې لاس پر سر شي.

تمیر باردو له اسراییل ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، د برید لپاره د چمتووالی امر لکه د پوځي تمریناتو د امر په څېر نه دی.

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتیاهو

تر دې وړاندې د اسراییل د دفاع پخواني وزیر ایهود باراک ویلي وو، په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کال کې ده او نتانیاهو پر ایران د برید پلان در لود خو یو شمېر لوړپوړو سیاسي او پوځي چارواکو یې مخالفت وکړ.

د موساد پخواني مشر زیاته کړې، د نتانیاهو د چمتووالي له امره ښايي موخه دا وه چې د ایران په اړه خپله پرېکړه تر امریکايي چارواکو ورسوي چې د ایران په اړه د هغو پر پرېکړو اغېز پرېباسي.

د ایران په اړه نتانیاهو پر خپل دریځ دومره کلک و چې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا او اسراییل د مشرانو پر اړیکو یې منفي اغېز وکړ.