اندونیزیایۍ مسلمانه ډیزاینره امریکا کې ۱۸ کاله زندانۍ شوه

اندونیزیايۍ الاصله مسلمانه د کالیو ډیزانوونکې انیسه حسیبوان په امریکا کې په ۱۸ زندان محکومه شوې ده.

نوموړې په فرسټ کلاس نومي سیاحتي شرکت کې د درغلیو له امله زنداني شوې ده.

پر نوموړې تور و چې له خپل مېړه اندیکا سوراچمان سره په ګډه یې د فرسټ کلاس سیاحتي شرکت له لارې له خلکو د عمرې او مکې مکرمې د زیارت په پلمه ۶۰ میلیونه ډالر ټول کړي، خو هېڅوک یې هم عمرې ته نه دي لېږلي.

انیسې په ۲۰۱۷ کال کې بي بي سي سره په خبرو کې ویلي وو، د کالیو ډيزاینونو یې شهزادګۍ او ملکې اغېزمنې کړې دي.

د ډېرې رنګارنګۍ له امله د هغې ډیزانونه په اسلامي فېشن کې تر ټولو مخکښ هغه ګڼل کېږي.

د هغې جوړ شوي ډيزاینونو د لندن، استانبول او کینز د کالیو په نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شوې دي.