تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي عربستان ولې 'اووه ښځینه فعالانې نیولې'
په داسې حال کې چې راتلونکې میاشت سعودي عربستان کې ښځې عملاً د موټرچلولو حق لري، په دې هېواد کې اوه ښځینه فعالانې نیول شوې دي.
رپوټونه وايي، سعودي چاراوکو د ښځو د چارو اوه فعالانې او وکیلانې نیولې دي.
که څه هم د دغو فعالانو د نیول کېدو دلیل روښانه نه دی، خو فعالان وايي، چارواکي د ښځو د غږ تربتولو هڅه کوي.
د سعودي حکومتي رسنیو د یوه امنیتي ویاند له خولې ویلي، نیول شویو "پر دیني او ملي ارزښتونو د پښې اېښودو منظم فعالیت پیل کړی و او د خپلو فعالیتونو د ملاتړ لپاره یې له بهرنیو اړخونو سره اړیکه وه".
د فرانسې د خبري اژانس له مخې، په نیول شویو ښځو کې لجین هذلول الهذلول، عزیزه الیوسف او ایمان النفجان هم دي، چې درو واړو په ښکاره په هېواد کې د ښځو د موټرچلونې پر بندیز او همدارنګه د شاهي خوندیتابه پر قوانینو نیوکې کولې.
سعودي عربستان د تېر کال سپټمبر میاشت کې د یولړ اصلاحاتو په ترڅ کې پر ښځو د موټر چلولو بندیز لرې کړ، چې په پام کې ده راتلونکې میاشت عملي شي.
دغه اصلاحات د ۳۲ کلن شهزاده محمد بن سلمان له خوا پیل شول.
د نوموړي هڅه دا ده چې تر ۲۰۳۰ کاله له تېلو پرته دغه هېواد نورې اقتصادي سرچینې هم ولري.
د سعودي ترافیکو ادارې پر ټویټر لیکلي:
"له ټولو هغو هېوادوالو ښځو چې په نورو هېوادونو کې د موټرچلونې لیسنسونه د سعودي پر لیسنس بدلول غواړي، غوښتنه کوو چې خپل غوښتنلیکونه د .... وېبپاڼې له لارې راواستوي... "
د نوموړي په اصلاحاتو کې ښځو ته دا حق هم ورکول کېږي چې د یوه نر له مستقیمې اجازې پرته خپله سوداګري پیل کړي.
خو دغه بدلونونه په ارامه سیاسي فضا کې رامنځ ته نه شول. تېر کال، لسګونه وتلي شهزادګان، سوداګر او مخکیني او برحاله وزیران د فساد ضد مبارزې په لړ کې ونیول شول.
د محمد بن سلمان دغو کړنو ته ګڼ کتونکي د 'پاکونې' په سترګه ګوري.
سعودي عربستان کې ښځو ته هم د موټر چلولو او ترافیکي قوانینو مراعاتولو اړوندې سپارښتنې په لوحو لیکل شوې دي.