تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر پر کور چاپه
د مالیزیا پولیسو د پخواني لومړی وزیر نجیب رزاق په کور او هغو نورو ودانیو چاپې اچولې چې ده پورې اړوندې دي.
پولیسو تایید کړې چې له دې کورونو څخه یې لاسي بکسونه او بهرني اسعار نیولي دي.
د ښاغلي نجیب پر خلاف د فساد تورونه دي، ویل کېږي چې د ۷۰۰ میلیون ډالرو شاوخوا شتمني یې ځای ته ګوښه کړې، خو دی دا تورونه ردوي.
ښاغلی نجیب رزاق د اوسني لومړي وزیر مهاتیر محمد ملاتړی دی، خو له دې وروسته چې د نجیب له کوره دغه شیان ترلاسه شوي، مهاتر محمد امر کړی چې نجیب ممنوع الخروج اعلان کړي.
پولیسو د عامو خلکو په مخ کې ښاغلي نجیب ته اړوند ودانیو او کورونو باندې چاپې اچولې، له کورونو نیول شوي توکي، بکسونه یې د خلکو او رسنیو له مخې تېر کړي او نیولي دي.
ویل کېږي چې د ده له یوه کوره ۲۸۴ ګرانبیه لاسي بکسونه نیول شي، چې په دې کې له مالیزیایي رنګت نېولې تر امریکايي ډالرو، قیمتي ساتونو او نور ګرانبیه ګاڼې هم وې.
چارواکو تر اوسه د نیول شویو توکو ارزښت نه دی ټاکلی.