تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جنوبي افريقا: د لوړې کچې فساد
جنوبي افريقا کې د لوړې کچې فساد ادعاوې، په پراخ ډول د پټو برېښناليکونو په ليکېدو نورې ګرمې شوې دي. د فساد ادعاوو دې رسوايۍ کې د بريتانيا عامه اړيکو يو شرکت، بېل پوټېنګر هم ورښکېل دی.
پر دغه شرکت د توکميزې ترينګلتيا پارولو تور دی، چې غوښتل يې له ولسمشر زوما سره يوې تړلې ځواکمنې کورنۍ پام ورواړوي.