تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران؛ پر نشه روږدو ښځو مړینه دوه برابره
- Author, علي قدیمي
- دنده, بي بي سي
د ایران عدلي طب په یوه راپور کې ویلي، تېر کال په نشه روږدې تر ۲۵۰ ډېرې ښځې مړې شوې دي. دا شمېر په ۱۳۸۶ کال (یوه لسیزه وړاندې) ۱۶۰ یا د سږ کال کابو نیمايي و.
په وروستیو کلونو کې د هغو ښځو شمېر لوړ شوی، چې د نشه يي توکو له کبله مړې شوې دي. په ۱۳۷۹ کال تر یوې سلنې کمې ښځې د نشه يي توکو له کبله مړې کېدې، تېر کال دا شمېره په سلو کې ۱۲ ته ورسېده.
په وروستۍ لسیزه کې، کابو ۴۰ زره کسان د نشه يي توکو له کبله مړه شوي.
د ۱۳۸۰مو کلونو کې نیمايي کې د مړینې کچه بیخي لوړه شوې وه چې بیا وروسته راټیټه شوه.
خو شمېرې ښيي چې کال په کال د هغو ښځو د مړینې شمېر په لوړېدو دی، چې په نشه يي توکو روږدې دي.
سیمه کې د ایران وضعیت
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې د دفتر د معلوماتو له مخې، ایران د خپلو ګاونډیانو منځ کې په نشه د روږدو کسانو له اړخه د لیست په سر کې دی.
د افغانستان د دولت د شمېرو له مخې، په وروستیو کلونو کې په نشه د روږدو کسانو شمېر یوڅه کم شوی، خو د ۲۰۰۸ کال شمېرې ښيي چې په هر یو میلیون افغانانو کې ۳۳ یې په نشه يي توکو روږدي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، هر کال په نړۍ کې د نشه يي توکو له کبله لږترلږه ۱۹۰ زره کسان مري.