پر خواجه عمري ولسوالۍ برید کې 'د وژل شویو شمېر لوړ' شوی

د عکس سرچینه، GHAZNI GOV
د افغانستان د غزني ولایت چارواکي وايي، پر خواجه عمري ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په برید کې د دغې ولسوالۍ د ولسوال دوست شمس په ګډون ۲۱ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د غرني ولایت له رسنیز دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دغه برید کې ۱۳ امنیتي سرتېرې ټپیان هم شوي دي.
وسله والو طالبانو د اپرېل په ۱۲مه سهار ۲ بجې د غزني د مرکز په شل کیلومټرۍ کې پر خواجه عمري ولسوالۍ ډله ییز برید کړی و.
د غزني د والي دفتر ویلي، د افغان ځواکونو په مخامخ جګړه او د ناټو د هوايي ګوزارونو په پایله کې ۵۹ طالبان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي د خواجه عمري ولسوالۍ په برید کې یې ۳ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د غزني د والي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، پر ولسوالۍ د طالبانو ډله ییز برید کابو درې نیم ساعته دوام وکړ او ناټو ځواکونو د خواجه عمري او د میدان وردګ د جغتو ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د هغو وسله والو پر ډلګیو هوايي ګوزارونه وکړل چې د خپلو مړو د ښخولو او زخمیانو په درملنه بوخت وو.
طالبانو د پنجشنبې ورځې په برید کې د خواجه عمري ولسوالۍ ودانۍ سوځولې او د دغې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ودانۍ یې هم زیانمنه کړې ده.
د خواجه عمري ولسوالۍ د غزني له امنو ولسواليو ګڼل کېده چې تر دې وړاندې د ورته امنیتي پېښې ښاهده نه وه.









