مچیو د یوې نجلۍ ژوند بدل کړ

له ښاره ۵۰ کیلومتره لرې په داسې ولسواکۍ کې چې ښځې لږ له کوره بهر وځي، یوې ۱۹ کلنې نجلۍ د مچیو یو کوچنی فارم جوړ کړی او شات تولیدوي.

درې کاله مخکې فروزان له یوې موسسې وړوکی پور تر لاسه کړ چې د مچیو ۲ صندوقه یې واخیستل او په ساتلو یې پیل وکړ.

فروزان د مچیو د مسلکې ساتنې له زده کړو وروسته اوس له خپل پلار او د کورنۍ له نورو غړو سره د بلخ په مارمل ولسوالۍ کې په کار بوخته ده.

فروزان وایي "پخوا ستونزې زیاتې وې، خو له کومه وخته مې چې له پلار سره د شاتو مچیو ساتل پیل کړي، ستونزې کمې شوې او کورنۍ مې راباندې ویاړي."

فروزان د ښوونځي په وروستي کال کې سبق وايي او غواړي د شاتو کاروبار ته پراختیا ورکړي او په راتلونکې کې د سوداګرۍ برخه کې زده کړې وکړي او یوه بریالۍ سوداګره شي.

څنګه یې پیل کړ

فروزان وایي د دغه کار په پیل کې ډېرې ستونزې وې.

"چېرته چې موږ ژوند کوو خلک د پخوانیو سوچونو دي، ښځې ته له کوره بهر د کار اجازه نه ورکوي، خو کله مې چې دغه کار ته مخه کړه او پوه شوم چې اسانه دی، دوی ومنله او اجازه یې راکړه چې دوام ورکړم."

اسماعیل د فروزان پلار د مارمل ولسوالۍ د نورو اوسېدونکو په څېر بزګر دی، اوس له خپلې لور سره د مچیو په ساتلو کې مرسته کوي.

دی وایي "کله چې د مچیو ساتلو خبره زموږ کلي ته راغله، زما لور ډېره خواله وښوده، زه خوښ شوم او ملاتړ مې څرګند کړ."

دی زیاتوي چې تل مې هیله وه چې لور ولرم چه وکولی شي کار وکړي او خپل راتلونکی جوړ کړي.

د شاتو مچۍ ساتل په افغانستان کې مخینه لري او په دې وروستیو کې یې پرمختګ کړی.

لاندې ویډیو هم درسره وګورئ چې د انلاین له لارې د مچیو ساتلو په هکله ده.

د شاتو مچۍ په ډله کې ژوند کوي، هره ډله یوه ملکه لري، دوی ټول سهار راوځي او په ګلانو کینې او شیره راټولکوي، بیا بېرته صندوق ته راځي او شات ډکوي.

ګټه یې څنګه ده

فروزان له خپلو مچیو لومړی فصل ۱۶ کیلو خالص شات ترلاسه کړل، له دې لارې یې نه یوازې لګښتونه پوره کړل، بلکې ګټه یې هم وکړه.

دا اوس د مچیو ۱۲ صندوقه لري، او تېر کال یې ۱۱۰ کیلوګرامه شات ټول کړي وو چې ارزښت یې یو لک افغانۍ (۱۴۰۰ امریکایي ډالر) کېږي.

دا شمېره د افغانستان د کس سر ناخالص تولید چې ۶۰۰ ډالره دی، دوه برابره ده.

فروزان وایي د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته هیله لري په پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او د شاتو مچیو صندوقونه وساتي او د کور کار ته هم دوام ورکړي.

هرې څو اونۍ وروسته د فروزان پلار تازه شات د مزارشریف ښار ته وړي او هلته یې پلوري.

دی وایي چې هیڅ پېرونکی یې نه پوهېږي چې دغه ترلاسه شوي شات یې د لور په لاسو چمتو شوي.

په مزارشریف کې یو هټۍ وال وایي دوی له دولته غواړي چې له بهره راتلونکي بې کیفیته شاتو باندې بندیز ولګوي او پر ځای یې کورنیو شاتو ته بازار وموندل شي.

افغانستان کې د شاتو له مچیو په دوو فصلونو کې ګټه اخیستل کېږي: د اوړي منځ او د مني پیل کې.

د انساني ټولنو برعکس د شاتو مچیو په صندوقونو کې ښځینه مچۍ دي چې واک چلوي، دغه ملکې د هګیو اچولو له کبله تر ټولو مهمې ګنل کېږي.

ملکه په طبیعي ډول ۵ کاله ژوند کوي، کارکوونکې مچۍ ټول نارینه دي او دا د دوی کار دی چې لاړ شي له ګلانو شیره راوړي، د صندوق او ملکې ساتنه وکړي، نویو مچیو ته خوراک برابر کړي او صندوق پاک وساتي.