د شاتو مچیو کریکټ سیالي ودروله

د سوېلي افریقا جوهانسبرګ کې د سریلانکا او کوربه هېواد ترمنځ د کریکټ سیالي لوبغالي کې د شاتو د مچیو له کبله ودرول شوه.

درېیمه یوه ورځنۍ سیالي په منځ کې د مچیو له کبله ودرول شوه.

وړاندې هم دوه ځلې سیالي ځنډول شوې وه، یوځل چې مچۍ لوبغالي کې پر ځمکه دېره شوې.

دویم ځل په ۲۷م اوور کې لوبه په بشپړ ډول ودرول شوه، هغه مهال چې سريلانکا ۱۱۷ منډې کړې وې او څلور لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

د لوبغالي سمبالوونکو هڅه وکړه چې په اور سره مچۍ تیت او پرک کړي، خو بریالي نه شول.

په پای کې د شاتو مچۍ بریالۍ شوې او لوبه ودرول شوه.

د مچیو له تېښتې یو ساعت وروسته سیالي بېرته پیل شوه او جنوبي افریقا اته ویکټې واخیستې.