تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا: له روسیې د خپلو ډيپلوماټانو د شړلو پر پرېکړه غور کوو
امریکا وايي د روسيې په هغه پرېکړه غور کوي چې له خپلې خاورې ۶۰ امريکايي ډيپلوماټان باسي.
روسیې دا ګام د روانې اونۍ په پيل کې د امريکا د متحده ايالتونو له لوري له دغه هېواده د روسي ډيپلوماټانو د شړلو په غبرګون کې اخیستی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، خپله دا پرېکړه یې د امریکا سفیر ته اورولې ده.
روسیې له خپلې خاورې د یاد شمېر امریکايي ډيپلوماټانو پر شړلو سربېره د روسیې په سن پيټرزبورګ ښار کې د امریکا د کونسلګرۍ د تړلو ګواښ هم کړی دی.
امریکا له خپلې خاورې د روسي ډيپلوماټانو پر شړلو سربېره د متحده ایالتونو په سیاتل ښار کې د روسیې د کونسلګرۍ د تړلو امر هم کړی دی.
له امریکا د روسي ډيپلوماټانو شړل، په برتانيا کې د روسيې د پخواني جاسوس سرګي سکريپال او د هغه د لور د مسمومولو تر پېښې وروسته، د انګلستان په ملاتړ او د روسیې پر ضد امریکا وروستى ډيپلوماټيک ګام دى.
روسیې په زغرده ویلي چې په برتانیا کې د جاسوس د مسمومېدو په پېښه کې لاس نه لري.
پر متحده ایالاتو او برتانیا سربېره ډيرو نورو هیوادونو هم ادعا کړې چې روسیه د سرګي سکریپال د مسمومېدو په پېښه کې لاس لري او روسي ډيپلوماټان یې له خپلې خاورې ایستلي دي.
ښاغلی لاروروف وايي ځیني ډیپلوماټان باید په مناسب ډول د روسیې له خاورې ووځي.
د ډیپلوماټانو دغه لانجې درې اونۍ وړاندې د "مارچ پر ۴ مه" هغه مهال پیل شوه چې سرګي اسکریپال له او لور یې مسموم شول.
د ښاغلي سکریپال حالت خراب دی، خو راپورونه وايي، لور یې مخ په ښه کېدو ده.
یولیا سکریپال په هوښ راغلې او خبرې کولی شي.
لویدیځ ځواکونه بیا روسیه د ښاغلي اسکریپال او لور د مسمومیت لامل ګڼي.
سرګيي اسکریپال په ۱۹۹۰ کال کې د روسیي د استخباراتو پخوانی مامور و، او له هغه وروسته یې د بریتانیا هیواد لپاره جاسوسي کوله.
هغه په ۲۰۰۴ کال په روسیې کې ونیول شو او ۱۳ کلونو بند محکوم شو، خو په ۲۰۱۰ کال مخکې له دې چې د هغه د بند دوره پای ته ورسیږي د جاسوسانو په بدل له زندان څخه خوشې شو او په بریتانیا کې پناه غوښتنکی شو.