''لمریزه برېښنا سوکالۍ ته لار پرانیزي''

د هند صدراعظم نرېندرا مودي په نړۍ کې د لمریزې برېښنا جوړېدا د یوه داسې ګام په توګه وستایله چې هم سوکالۍ ته لار پرانیزي او هم د کاربوني ککړتیا مخه نیسي.

هغه د لمریزې ټکنالوژۍ د سترې نړیوالې ټلوالې په لومړنۍ سرمشریزه کې وینا کوله.

دغې غونډې ته د فرانس ولسشمر ایمانوېل مکغون په ګډون ۲۳ دولتمشران ورغلي دي. په بي بي سي کې د جنوبي آسیا د څانګې مدیرې جېل مک ګویرینګ په دې اړه دا رپوټ چمتو کړی دی:

''ددې لمریزې ټلوالې له پاره د نرېندرا مودي تکلونه خورا خیالولي دي. دی غواړي ډېر لمرین، خو ورسره ورسره بېوزلي هېوادونه چې ډېر یې په افریقا کې دي وهڅوي چې اړینې پېسې ومومي او د خپلې لمرینې انرژۍ تولیدول چټک کړي. ''

فرانس چې له هند سره بوختېدو ته لېوالتیا لري، له هغو ځواکونو څخه یو دی چې په دې برخه کې د مرستې ژمنې کوي. هند ته په دې کار کې ګڼې ګټې شته.

صدراعظم مودي غواړي چې په نړیوال ډګر کې ځان د یوه داسې نظروال په توګه وځلوي چې څه ووایي عملي کوي یې هم.

دی دغه راز غواړي په کور دننه خپله هغه ژمنه هم پوره کړي چې هرې مېنې ته یې د برېښنا رسولو په اړه کړې وه. بله لېوالتیا یې له دې لارې له افریقایي هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا او د چین له برلاسۍ سره سیالي ده چې د لمریزې انرژۍ په برخه کې نړیوال مخکښ دی.

فرانس هم په دغه غونډه کې د یوه مهم ګډونوال په توګه برخه اخلي چې له هند سره د نویو ستراتیژیکو اړیکو د جوړولو لېواله دی. دواړو هېوادو پرون د میلیاردو ډالرو په ارزښت ګڼ تړونونه لاسلیک کړل.