''لمریزه برېښنا سوکالۍ ته لار پرانیزي''

دغې غونډې ته د فرانس ولسشمر ایمانوېل مکغون په ګډون ۲۳ دولتمشران ورغلي دي.

د عکس سرچینه، PTI

د عکس تشریح، دغې غونډې ته د فرانس ولسشمر ایمانوېل مکغون په ګډون ۲۳ دولتمشران ورغلي دي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي په نړۍ کې د لمریزې برېښنا جوړېدا د یوه داسې ګام په توګه وستایله چې هم سوکالۍ ته لار پرانیزي او هم د کاربوني ککړتیا مخه نیسي.

هغه د لمریزې ټکنالوژۍ د سترې نړیوالې ټلوالې په لومړنۍ سرمشریزه کې وینا کوله.

دغې غونډې ته د فرانس ولسشمر ایمانوېل مکغون په ګډون ۲۳ دولتمشران ورغلي دي. په بي بي سي کې د جنوبي آسیا د څانګې مدیرې جېل مک ګویرینګ په دې اړه دا رپوټ چمتو کړی دی:

''ددې لمریزې ټلوالې له پاره د نرېندرا مودي تکلونه خورا خیالولي دي. دی غواړي ډېر لمرین، خو ورسره ورسره بېوزلي هېوادونه چې ډېر یې په افریقا کې دي وهڅوي چې اړینې پېسې ومومي او د خپلې لمرینې انرژۍ تولیدول چټک کړي. ''

فرانس چې له هند سره بوختېدو ته لېوالتیا لري، له هغو ځواکونو څخه یو دی چې په دې برخه کې د مرستې ژمنې کوي. هند ته په دې کار کې ګڼې ګټې شته.

صدراعظم مودي غواړي چې په نړیوال ډګر کې ځان د یوه داسې نظروال په توګه وځلوي چې څه ووایي عملي کوي یې هم.

سولار غونډه

د عکس سرچینه، Getty Images

دی دغه راز غواړي په کور دننه خپله هغه ژمنه هم پوره کړي چې هرې مېنې ته یې د برېښنا رسولو په اړه کړې وه. بله لېوالتیا یې له دې لارې له افریقایي هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا او د چین له برلاسۍ سره سیالي ده چې د لمریزې انرژۍ په برخه کې نړیوال مخکښ دی.

فرانس هم په دغه غونډه کې د یوه مهم ګډونوال په توګه برخه اخلي چې له هند سره د نویو ستراتیژیکو اړیکو د جوړولو لېواله دی. دواړو هېوادو پرون د میلیاردو ډالرو په ارزښت ګڼ تړونونه لاسلیک کړل.