تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سپینې ماڼۍ مخې ته یو سړي ځانوژنه کړې
د امریکا د پټو خدمتونو سازمان ویلي، واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته یوه سړي خپل ځان په ډزو وژلی. نوموړی د سپینې ماڼۍ شاوخوا پنجرو ته نژدې شوی او بیا یې ځان وژلی دی.
د دغه سړي په اړه تر اوسه معلومات نه دي په ډاګه شوي، خو پولیسو منلې چې نورو خلکو ته په ډزو کې زیان نه دی اوښتی.
د یادې ادارې په وینا، دغه سړي د شنبې په غرمه کې سپینې ماڼۍ ته نژدې شو، تومانچه یې له جیبه راوویسته او پر ځان یې ډز وکړ.
د پېښې پرمهال ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه مېرمن میلانیا په سپينه ماڼۍ کې نه وه، هغوی فلوریډا ته تللی ول او د شنبې پر مازدیګر بېرته پلازمېنې ته ستانه شول.
لکه څنګه چې د واشنګټن د ورځپاڼې په راپور کې راغلي، دغه کس د خلکو ترمنځ خپله تومانچه راوباسي او ځان په ډزو وژني.
هغه وېډیو چې پر ټویټر خپره شوې، خلک ښکاري چې په وېره کې منډې وهي. پولیس او څارګرې ادراې د ځان وژونکي کس نوم نه دی ښودلی.
د اېن بي سي خبریال جف بنت لیکي، د ډزو پرمهال هغوی د سپینې ماڼۍ د ورځني کنفراس خونو کې پټ شوی وو.
په وروستیو کلونو کې سپینې ماڼۍ ته څېرمه د ناامنیو ځينې پېښې ډېرې شوې.
د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۳مه هم یوې ۳۵ ښځې د سپینې ماڼۍ شاوخوا پر امنیتي موانعو خپل موټر وجنګاوه.
تېر کال، یوه کس هم د سپینې ماڼۍ شاوخوا ونو کې چکر واهه، چې بیا وروسته د سپینې ماڼۍ بڼ ته ننوتلی و.