سوري مېرمنو "د مرستو په بدل کې جنسي ځورونه لیدلې"

بي بي سي موندلې چې د ملګرو ملتونو او نورو خیریه بنسټونو مرسته رسوونکو سوریه کې د مرستې پرمهال سوري ښځې له جنسي اړخه ځورولې دي،

مرستندویانو ویلي دغو کسانو ښځو ته د خوړو او نورو مرستو په بدله کې له ښځو جنسي غوښتنې کړي.

درې کاله وړاندې هم په دې اړه ګواښونه ورکړل شوي وو، خو نوې څېړنې ښيي چې اوس هم د سوریې په سویل کې له ښځو ناوړه جنسي ګټه اخیستل کېږي.

د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه او نور مرستندوی خیریه بنستونه وايي داسې کړنې د زغملو نه دي او هېڅکله به ترې تېر نه شي. هغوی وايي په سوریه کې د دې سازمان کړنو چې ګواکې د مرستې په مقابل کې له ښځو جنسي غوښتنې کېږي، خبر نه دي.

مرسته رسوونکو بي بی سي ته ویلي، له ښځو د ناوړه ګټې اخيستو کړنې دومره ډېرې دي چې اوس سوري ښځې له مرستې اخیستو ډډه کولو ته اړایستل شوې. هغوی فکر کوي دا مرستې د دې لپاره کیږي چې له ښځو جنسي ګټه اخیستل کېږي.

یوه مرستندوی ادعا کړې، چې یوشمېر مرستندویه بنسټونه له ښځو د ناوړه جنسي ګټې اخيستنې له کړنو سترګې پټوي. همدارز ځايي چارواکي هم له دوی سره په دې ډول کړنو کې ښکېل ګڼي.

د سوريې په لرې پرتو سیمو کې د نړیوالو بنسټونو لاسرسئی ډېره ګران او ناشونی دی او که ځايي خلک له مرستې رسولو ډډه وکړي، ښايي انساني کړکېچ رامنځ ته شي.

د ملګرو ملتونو د سیمې د جنسیتي تاوتریخوالي په اړه د تېر کال ټولپوښتنې پایلې ښيي، چې د سوریې په څو سیمو کې د مرستو په مقابل کې له ښځو جنسي غوښتنې شوي.

د لومړي ځل لپاره د سوري ښځو د ناوړه ګټې اخیستنې بحث د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې په اردون کې د بې ځایه شویو په کمپ کې رامنځ ته شو.

یوې مرسته کوونکې دانیلا سپنسر، هم له یوه ډله سوري ښځو له خولو اورېدلي چې په سوریه کې له ښځو سره د مرستې په مقابل کې زیاتی کېږي.

یوشمېر دغو ښځو په خپله تجربه کړې او یو شمیر نورو یې په اړه اورېدلي.

د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې د ملګرو ملتونو د ژغورنې کمیتې په قنیطره کې له ۱۹۰ ښځو او نجونو څېړنه وکړه. ۴۰ سلنو ویلي وو ډېری د جنسي ځورونو پېښې له هغوی سره د مرستې د ورکړې په وخت کې شوي.

دا څېړنه د ملګرو ملتونو او نورو خیریه بنسټونو په واک کې وه چې د هغوی په وینا یو شمېر بنسټونو په خپلو سیستومونو کې بدلونونه راوستلي دي.