تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امنیت شورا په سوریه کې د اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر درېوو ورځنیو خبرو اترو وروسته د رایو په ډېروالي هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې پتېیل شوې له مخې به یې په ټوله سوریه کې د ۳۰ ورځو لپاره اوربند رامنځ ته شي.
د روسیې په ګډون چې د بشار الاسد کلکه ملاتړې ده، د امنیت شورا ۱۵ واړو غړو هېوادونو یادې مسودې ته مثبته رایه ور کړې ده.
په سوریه کې د اوربند د دغه پرېکړه لیک مسوده کوېټ او سوېډن وړاندیز کړې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا اوربند پرېکړه لیک پر داسې مهال تصویبېږي چې د راپورونو له مخې په ختیځه غوطه سیمه کې د سوريې حکومت په هوايي ګوزارونو کې څه باندې ۵۰۰ کسان وژل شوي چې په ډله کې یې ۱۲۷ ماشومان هم شته.
که څه هم د امنیت شورا د پرېکړه لیک په تصویب سره د سوریې جنګ ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره هیله مندۍ را ټوکولي، خو رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د پرېکړه لیک تر تصویب لږه موده وروسته پر ختیځه غوطه بیا بمبار شوی دی.
په لندن کې مېشت د سوریې د بشر حقونو څارونکی بنسټ وايي، پر ختیځه غوطه د شنبې ورځ (فبرورۍ ۲۴مې) د هوايي ګوزارونو له امله ۴۱ کسان وژل شوي چې ۸ یې ماشومان دي.
د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې له ښکېلو خواوو ته د اوربند پیلولو ټکالی مهال نه دی ور په ګوته شوې، خو ترې غوښتل شوي چې دغه پرېکړه لیک دې ژر تر ژره پلی کړی.
په دغه پرېکړه لیک کې هغه کسان او ډلې مستثنی ګڼل شوي چې لا له وړاندې د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو په نوملړ کې دي. لکه القاعده او جبهه النصره.
د ختیځې غوطې ولکه له څو سختدریځو اسلامپالو ډلو سره ده.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د شنبې په ورځ د امنیت شورا د پرېکړه لیک د ژر پلي کېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، باوري نه ده چې د سوریې حکومت دې پرېکړه لیک ته ژمن پاتې شي.
اغلې هیلي روسیه د پرېکړه لیک د تصویب پر ځنډولو تورنه کړه.
د فرانسې سفيرې فرانسوا دلاتره هم وویل، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړه لیک تصویب ډېر وځنډول شو.
په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیرې واسیلي نبنزیا د پرېکړه لیک په تصویب کې د روسیې خنډ اچول رد کړل او ویې ویل، د داسې یوه پرېکړه لیک چمتو کولو ته چې په سوریې کې د پلې کېدو وړ، ډېر وخت او ځيرکتیا ته اړتیا وه.