د سوریې ختیځ غوطه کې بمباریو "۲۵۰ کسان وژلي"

دوما کې چې وروستي بریدونه وشول، یو لنډمهالی روغتون جوړ شو

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دوما کې چې وروستي بریدونه وشول، یو لنډمهالی روغتون جوړ شو

سوري حکومت له درېوو ورځو راهيسې پر ختيځې غوطې بمونه وروي. رپوټونه وايي په تېرو دوو ورځو کې د مړو شمېر ٢٥٠ ته رسېدلى دی.

د بشري فعالانوپه وينا د غوطې روان حالت کمسارى دى او له ٢٠١٣ م کال راهيسې دمشق ته نژدې په دې کچه تاوتريخوالى نه و رامنځته شوى.

په وژلو شويو کې د فعالانو په خبره ٥٠ ماشومان دي.

ملگري ملتونه وايي حالات له کابو په وتو دي.

سوريې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړى استازى سټیفن ډېمستورا وايي "موږ يوې زياتېدونکې تراژيدۍ ته گورو." د ده په وينا اصلي خبره دا ده که موږ د حلب له پېښې زده کړه کړې وي نو اوس د دې مهال رسېدلى چې له دې ټولو ځان وساتو.

ملگرو ملتونو ويلي په هوايي بريدونو کې د کورونو او ښوونځيو په گډون ٦ روغتونونه هم لگېدلي چې د ټپيانو درملنې بهير يې لا ستونزمن کړى.

د ویډیو تشریح، امريکا وايي د سوریې ختيځ کې یې له هغه څه سره په تړاو سل تنه حکومت پلوه ځواکونه وژلي چې دوی د دغه هېواد شمال دير الزور کې د امريکا په ملاتړ مخالفانو ناپارېدلی بريد بللی دی.

د دغې ادارې چارواکو د اور بند غږ کړى چې سيمه کې ايسارو خلکو ته مرسته ورسوي او ژوبل شوي د درملنې په موخه له سيمې وباسي.

د سوريې پوځ لا د ختيځې غوطې په تړاو څرگندونې نه دي کړي خو وايي په دغه سيمې کې يې هغه ځايونو په کره نښه ويشتونکو وسلو په نښه کړي چې ترې توغندي توغول کېدل.

ختيځه غوطه د سوريې د حکومت مخالفو وروستى لوى مرکز دى.

غوطه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ملګرو ملتونو ویلي، غوطه کې حالات له کابلو کولو تونکي دي

د غوطې اوسېدونکو وړاندې هم ډېر تاوتريخوالى ليدلى خو په سيمه کې په دې کچه تاوتريخوالى کمسارى دى.

سوري حکومت سيمه کې روانه اوږده جگړه اوس خورا سخته کړې چې د دمشق په لمنه کې ياغيان د خپل وروستي مرکز سپارلو ته اړ کړي.

په همدې حال کې بشارالاسد ته وفادار ځواکونه د کوردانو مرکز افرين ښار ته ننوتي.

ويره ده چې د پولې په اوږدو کې له ترکي ځواکونو سره جگړه سخته شي. کوردي ډلې "واى. پي. جي" له سوري ځواکونو مننه کړې او د ترکي ځواکونو پر وړاندې جگړه کې د دوى لاس نيوى يې د سوري ځواکونو دنده بللې.

سوریه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په وژلو شويو کې د فعالانو په خبره ٥٠ ماشومان دي.