د سوریې پر حکومت پلوو ځواکونو د امریکا بمبارۍ "۱۰۰ کسان" وژلي
په سوریه کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف وايي، غوطه کې یې د سوري حکومت پر ملاتړو "د سوریې دیموکراتو ځواکونو" پر څار مرکزونو بمبارۍ کې لږترلږه "۱۰۰ کسان" وژلي دي.
سوري فعالان وايي، دا بریدونه پلازمېنې دمشق ته څېرمه د یاغیانو تر ولکې لاندې وروستۍ لویې سیمې، غوطه باندې شوې .
د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، په دې سیمه کې په تېرو درېو ورځو کې تر سلو ډېر خلک وژل شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، په دې وروستیو کې هلته د حکومتي ځواکونو بریدونه په ناڅاپي توګه زیات شوي دي. دې ټولنې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
د سوریې خبري رسنیو د ایتلاف دا غبرګون "د ترهګرۍ نوی ملاتړ" ګڼلی. د سوریې تلوېزیون وايي په برید کې "لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي".
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې - چې مرکز یې بریتانیا کې دی ـ ویلي، سوري ځواکونو ته تر هغه کمه مرګ ژوبله اوښتې چې ایتلاف اعلان کړې ده.

د عکس سرچینه، Reuters
ایتلاف په یوه خبرپانه کې ویلي "د حکومت پلوو ځواکونو یو بې سببه برید کړی".
خبرپاڼه زیاتوي، د ایتلاف اړوند ځواکونه د برید پرمهال په دندو بوخت او تیت پرک وو.

د عکس سرچینه، KILIC/AFP/Getty Images
برید د فرات سیند په ختیځ کې شاوخوا ۸ کیلومتره لرې شوی.
امریکايي چارواکو ویلي، په برید کې کابو ۵۰۰ جنګیالیو ګډون کړی و.
دوی وايي، امریکايي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
کردي جنګیالي هم د کردي د ملاتړو ځواکونو په کنډکونو کې د سوریې د دیموکراتو ځواکونو په لیکو کې، چې د امریکا ملاتړ ورسره دی، د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې پروړاندې جنګېږي.





















