تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
يوازې چونګښ: ساينسپوهان د ژوند ملګرې ورته پيدا کوي
په بوليويا کې چاپېريال ساتونکي هغه چونګښ ته چې بچی نه لري د ملګرې په لټه کې دی.
ساینس پوهان وایي رومیو بچی نه لري او که د ژوندانه ملګرې ورته ونه موندل شي ښایي له مړینې سره سم یې د دغه ډول چونګښو توکم ورک شي.
رومیو ۱۰ کاله عمر لري او تېر نهه کلونه یې د ملګرې په موندلو پسې "قا- قاوې" کړې دي.
یوې وېبپاڼې چې د ژوندانه د ملګرو موندنې ته ځانګړی دی، "رومیو" ته د ملګرې د موندلو یو څه لګښت پرې کړی او د هغه تر پېژندنې لاندې یې لیکلي "زه مې په خپلې جولیټ پسې ګرځم". رومیو او جولیټ د اوڅار انګرېز لیکوال شکسپیر وتلې تراژیدي ډرامه ده.
ساینس پوهان اوس په ویالو او لښتیو کې لټون کوي چې داسې یوه چونګښه ومومي چې کېدای شي رومیو ته بچیان راوړي.
د طبیعت د پاسوالۍ یوه ساینس پوه ارتورو مونوز د فرانسې خبري اژانس ته ویلي "هیله نه بایلو؛ لا هم هیله من يوو چې دا ډول نورې چونګښې به هم چېرته وي چې د نسل ساتنې په موخه یې ترې د بچیانو تولید شونی شي".
خو پوهانو ته په کار ده چې بیړه وکړي ځکه د سیهوینکاس سیمې د اوبو چونګښې تر ۱۵ کلو اوږد عمر نه لري.
مانا دا چې رومیو چې تر اوسه د کوچابامبو د طبیعي تاریخ د موزیم په یوه ټانک کې ساتل کېده، د ژوندانه یواځې پنځه کلونه لري.