امریکايي پولیسو د شاتو نیم میلیون مچۍ وژونکي ماشومان نیولي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي پولیسو په ایوا یالت کې دوه ماشومان د شاتو نیم میلیون مچیو د وژلو او د ګبیو تولید پروژې په لوی لاس د ویجاړولو په تور نیولي دي.
پولیس وايي، دغو ماشومانو دا کار په تېره ډیسمبر میاشت کې کړی، د سیوکس ښار په وایلډ هېل هوني کرونده کې یې د مچیو ۵۰ صندوقونه خراب کړي، چې له کبله یې مچۍ د یخنۍ له کبله مړې شوې دي.
دغه تورن ماشومان ۱۲ او ۱۳ کلن ښودل شوي او د سرغړونو درې تورونه پرې لګول شوي.
د پروژې څښتانو ویلي، ماشومانو په دې کار سره ۶۰ زره ډالر زیان اړولی او دا یې "بشپړ نامسؤولانه" جرم ګڼلی.
د تېرې ډیسمبر میاشتې پر ۲۸مه، جاسټین انجیلهاردوت او د هغه مېرمنې هغه مهال خپله کرونده ډېره ګډوه ولیده چې د مچیو پر صندوقونو د واورې پاکولو لپاره ورغلل.
انجیلهاردوت "سیوکس سيټي جورنال" ورځپاڼې ته وویل، دواړو ماشومانو "د مچیو پر صندوقونو ټوپونه اچولي او مچۍ یې وژلې، ټولې مچۍ یې ختمې کړې".
دا زیاتوي: "دوی زموږ کور ته ننوتلي او ټول هغه شیان یې مات کړي چې لاسونه یې ور رسېدلي دي. دا کار غلا نه ګڼل کېږي، بلکې د هرڅه له منځه وړل او تخریبول دي."
دې کار په سیمه ییزه غبرګونونه پارولي.
د سیمې اوسېدونکو له دغې جوړې (مېړه او ښځې) سره پر انټرنېټ د مرستې یو کمپاین پیل کړی، چې خپله دا پروژه بېرته ورباندې ورغوي او تر اوسه تر ۳۰ زرو ډېر ډالر ورته راټول شوي.









