نیویارک ټایمز: امریکا له پاکستان ناهیلې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
بله امریکايي ورځپاڼه نیویارک ټایمز هم لیکي چې له پاکستان سره د پوځي مرستو ځنډول په دې معنی دي چې نور امریکا له پاکستانه ناهیلې شوې او د نوې پرېکړې له مخې به له پاکستان سره د امریکا شاوخوا یو اعشاریه درې ملیارده ډالره مرستې وځنډېږي.
نیویارک ټایمز لیکي دا پرېکړه په دې معنی ده چې د ډونالډ ټرمپ له واکمنۍ د یو کال په تېرېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې څومره ترینګلي شوي دي.
له پاکستان سره د امریکا د پوځي مرستو د ځنډېدو په تړاو ټایمز اف انډیا لیکي چې اسلام اباد له دې په وېره کې دی چې واشنګټن به پرې اقتصادي بندیزونه ولګوي.
هغه څه چې د ټایم اف انډیا په وینا، د پاکستان پر مخ په ځوړ اقتصاد به لا فشار ډېر کړي.
یوایساې ټوډې ورځپاڼه
له پاکستان سره د امریکا د پوځي مرستو ځنډېدو په تړاو (یو ایس اې ټوډې) لیکي چې پر پاکستان د امریکا د فشار زیاتېدل د هغې کړنلارې ازمایښت دی چې امریکا د سیمې لپاره جوړه کړې او له مخې یې غواړي چې د امریکا ترټولو لویې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
ورځپاڼه د امریکا او پاکستان روانو ناندریو ته په اشارې وايي، همدا پړاو د کړنلارې رښتینی ازمایښت دی او دا چې امریکا غواړي پاکستان د افغانستان په تړاو خپله کړنلاره بدله او په سیمه کې ټیکاو رامنځته شي او جګړه پای ته ورسېږي.
سرچینه زیاتوي، د پاکستان ارزښت په دې کې دی چې دغه هېواد له طالبانو سره اړیکې لري او کولی شي طالبان اړ کړي چې سیاسي روغې جوړې ته غاړه کېږدي.
ورځپاڼه د ځینو شنونکو په حواله لیکي چې د مرستو د ځنډولو ګام په دې معنی دی چې نور امریکا دا هیله له لاسه ورکړې چې ګواکې پاکستان به د وسله والو ډلو په تړاو خپل دریځ بدل کړي.
دې نیوز ورځپاڼه
پاکستانۍ ورځپاڼه دې نیوز لیکي، له افغانستان سره د پاکستان سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته لوېدلې ده.
ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې د مشر هغه خبره را اخیستې چې وايي سوداګري او اقتصاد دې نه سره یو ځای کوي، ځکه د ده په وینا دا ددواړو هېوادونو سوداګري زیانمنوي.
ضیاءالحق سرحدي ویلي د وروستیو لانجو ګونجو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه یو میلیارد را کمه شوې ده.
د ورځپاڼې په خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له ۲،۶ میلیارد ډالرو څخه ۱،۶ ډالرو ته راټیټه شوې ده.
د سوداګرۍ او صنعت د ګډې خونې مشر غوښته کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ هوکړه دې له سره وکتل شي.








