د ایران مذهبي مشر 'دښمنان' د خلکو په پارولو تورن کړي

د ایران مذهبي مشر د خپل هېواد "دښمنان" تورن کړي چې ګواکې خلک یې مظاهرو ته پارولي دي. د ایران دغو مظاهرو کې تر اوسه نژدې ۲۲ کسان وژل شوي دي.

ایت الله علي خامنايي له هغه راهیسې چې د پنجشنبې پر ورځ مظاهرې پیل شوې، د لومړي ځل لپاره خبرې کولې. د دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې تېره شپه د هېواد مرکزي سیمو کې د یوه ماشوم په ګډون نهه کسان وژل شوي دي.

له هغو مظاهرو وروسته چې د ۲۰۰۹ کال ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته وشوې، دا تر ټولو پراخې مظاهرې بلل کېږي. بېګا هم د یوه ماشوم په ګډون نهه کسان په نښتو کې مړه شوي دي.

مظاهرې د پنجشبې پر ورځ لومړي سر کې د فساد او بیو لوړوالي پر ضد مشهد کې پیل شوې، خو وروسته د هېواد نورو برخو ته وغځېدې او پر حکومت ضد احتجاج واوښتې.

یو شمېر اصلاح غوښتونکو او منځلارو پارلمان غړو په یوه اعلامیه کې له چارواکو غوښتي چې نیوکې واوري او د احتجاج حق چې د دوی په خبره اساسي قانون یې حق ورکړی، وزغمي. خو دوی دې سره په امریکا متحدو ایالتونو تور پورې کړی، چې له وضعیته ګټه پورته کوي.

د تبلیغاتو همغږې کوونکې اسلامي شورا چې دولتي غونډې تنظیموي پر چهارشنبه کرمانشاه، البرز، اصفحان او هرمزګان سیمو کې له خلکو غوښتي چې د حکومت ملاتړ لپاره مظاهرې وکړي.

د سې شنبې پر ورځ پر خواله رسنیو د نورو احتجاجونو رپوټونه هم خپاره شوي، خو کره وخت یې معلومول او له خپلواکو سرچینو یې تاییدول ناشوني دي.

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکې حالې وايي، د ایران هغه تورونه چې بهرني دښمنان یې د مظاهرو تر شا دي 'بشپړ دروغ ' دي.

هغه وايي امریکا د ملګرو ملتونو بېړنۍ غونډې رابللو پلان لري. له دې مخکې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران حکومت پر ضد او د مظاهره کوونکو ملاتړ لپاره ټویټر پیغامونه خپاره کړل، چې وروستی هغه یې د سې شنبې پر ورځ خپور شوی و.