تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسراییل د کرنې وزیر له وچکالۍ د خلاصون لپاره د باران لمونځ وکړ
د اسراییل د کرنې وزیر اوري اریل له یوه ډله ارتودکس یهودیانو سره له وچکالۍ د خلاصون لپاره د باران دعا وکړه.
ښاغلی اریل چې ارتودکس یهودی دی، په ختیځ بیت المقدس کې یې د ندبه دیوال ته مخامخ د باران دعا وکړه.
له څلورو کلونو راهسې اسراییل له وچکالۍ سره مخامخ دی.
خو پر ښاغلي اریل نیوکه کوونکي بیا وايي؛ د کرنې وزیر باید د دعا پر ځای عملي لارې ولټوي تر څو د اوبو د کموالي ستونزه اواره شي.
د یدیعودت اخرونوت ورځپاڼې بیا لیکلي:" دعا کوم بد کار نه دی خو د کرنې وزیر په لا مناسبو لارو لکه د اقلیمي بدلون د کمولو لپاره د اړینو لارو چارو په پلي کولو سره اغېز ښودلی شي.
ښاغلي اریل د نیوکه کوونکو دا خبرې رد کړې دي.
ښاغلي اریل وویل: " موږ د اوبو لګښت ډیر کم کړی دی، ډېرې داسې څېړنې کوو، چې په کښت کې اوبه څنګه وسپموو، مګر د باران دعا مرسته کولی شي.
اسراییل د مدیترانې سمندرګي مالګینې اوبه په بټیو کې په خوږو اوبو بدلوي.