بې پولې ډاکټران: میانمار کې تر ۶۷۰۰ ډېر روهینګیايي مسلمانان وژل شوي

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، د سږ کال اګست میاشت کې میانمار کې د تاوتریخوالي له پیلېدا یوه میاشت وروسته هلته تر ۶۷۰۰ ډېر روهینګیا مسلمانان وژل شوي.

ددغه سازمان شمېرې له څه باندې شپږو زرو روهینګیايي مسلمانانو سره د مرکو پربنسټ چمتو شوې چې دغه کسان د تاوتریخوالي له کبله بنګله دېش ته تښتېدلي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې شمېرې د میانمار د پوځ له خوا د اعلان شوې شمېرو پرتله ۱۷ ځلې ډېرې دي.

میانمار د وژل شویو روهینګیايانو شمېر ۴۰۰ ښودلی و.

بې پولې ډاکټران وايي، لږترلږه ۹ زره روهینګیايان د تېرې اګسټ میاشتې له ۲۵ د سپټمبر تر ۲۵ پورې وژل شوي.

دا سازمان زیاتوي، په دوی کې ۶۷۰۰ کسان د تاوتریخوالي له کبله وژل شوي چې لږترلږه ۷۳۰ یې تر پنځو کلونو د ټیټ عمر ماشومان دي.

د میانمار پوځ په تېره اګسټ میاشت کې د سخت دریځو تر بریدونو وروسته په کلیوالو سیمو کې پراخ عملیات پیل کړل.

دغه پوځ ټول وژل شوي "مسلمان ترهګر" وبلل.

د پوځ له عملیاتو او د روهینګیایانو تر وژلو او کډوالولو وروسته، په نړیواله کچه د میانمار د پوځ کړنې وغندل شوې. د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د میانمار چارواکي د روهینګیا مسلمانانو پر وژنې جنګي مجرمین ګڼلي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، مرستندویه سازمانونه لاهم میانمار کې راخین ولایت ته لاسرسی نه لري.

په دغه ولایت کې د تاوتریخوالي له کبله نژدې ۶۵۰ زره روهینګیا مسلمانان بنګله دېش ته تښتېدلي دي.