هندی وزیر وايي، 'سرطان د خدای انصاف دی'

د هند اسام ایالت روغتیا وزیر ویلي، سرطان د 'خدای انصاف ' دی، چې په وینا یې د انسان مخکیني ګناهونه یې لامل دي او د نوموړي دغو څرګندونو ته له غوسې ډک پراخ غبرګونونه شوي.

وزیر هیمانتا بیسوا سارما دا هم ویلي چې کېدای شي د 'مېندو پلرونو د ګناهونو له کبله ' ځینې خلک پر سرطان اخته شي. د سرطان ناروغانو او خپلوانو یې ویلي د وزیر خبرو ډېر خواشیني کړي دي.

اپوزیسیون ګوندونو بیا د نوموړي خبرې 'بدمرغي ' بللې او له خلکو د بخښنې غوښتو خبره یې کړې.

اسام ایالت کې مهم مرکزي ګوند ال انډیا یونایټیډ دیموکرات جبهې ویلي ښاغلي سارما 'ځکه دغه خبرې کړې، چې په ایالت کې د سرطان خپرېدو مخنیوي کې خپله ناکامي پټه کړي. '

وزیر سارما د چهارشنبې پر ورځ مرکزي ښار ګوهاټۍ کې د یوې غونډې پر مهال دغه څرګندونې کړې. ټایم اف انډيا ورځپاڼې د نوموړي له قوله داسې لیکلي:

''خدای موږ ځکه له ستونزو سره مخامخ کوي، چې موږ ګناهونه کوو، کله به داسې ځوانان ووینئ چې پر سرطان اخته وي، یا د ترافیکي پېښو ښکار شوي وي، خو که معلومات یې وکړې معلومه به شي، چې دا الهي انصاف دی، بل هېڅ نه دي. ''

پر خواله رسنۍ ټویټر هم د نوموړي څرګندونو ته له غوسې ډک غبرګونونه خپاره شوي دي.

د هند طبي څېړنو شورا ویلي دغه هېواد کې ایله ۱۲ اعشاریه پینځه سلنه سرطان ناروغان د ناروغۍ لومړي پړاو کې درملنې ته ورځي. د دغې ادارې رپوټ کې وړاندوینه شوې، چې ۲۰۲۰ کال پورې به هند کې د سرطان ناروغانو شمېر تر ۲۵ سلنې پورې ډېر شي.