''د تي سرطان تر درملنې ۱۵ کاله وروسته هم د بیا راڅرګندېدو شونتیا لري''

یوه نوې څېړنه وایي، د تي سرطان تر درملنې ۱۵ کاله وروسته هم د بیا راڅرګندېدو شونتیا لري. دا کار په تي کې د ویدو سرطاني پاتې شونو په بیا فعالېدو سره شونی کېږي.

هغه مېرمنې چې په تي کې یې غوټې لویې وي او لنفاوي غدو ته خپرې شوې وي د دغې ناروغۍ د راستنېدو خطر په کې تر ۴۰ سلنې لوړ دی.

ساینس پوهانو د ۲۰ کلو په ترڅ کې د ۶۳ زرو مېرمنو حالت څارلی او ارزولی دی. ټولو یې د تي د سرطان هماغه یوه خپره بڼه درلوده. دا هغه بڼه ده چې د ستروجین هورمونو له امله رامنځته کېږي چې سرطاني ژوڼکې لمسوي چې لویې او وویشل شي.

هرې رنځورې ته د تاموکسیفین په څېر درمل ورکړ شوي وو چې د ستروجین هورمونو د اغېز مخنیوی کوي یا د هورمونو بهیر دروي.

سره له دې چې تر پنځه کلنې درملنې وروسته د هغوی سرطان ورک شوی و، خو د راتلونکو ۱۵ کلو په ترڅ کې د مېرمنو یوه ثابت شمېر موندلې چې سرطان یې بېرته وجود کې خپور شوی او دا کار په ځینو کې تر لومړني تشخیص آن ۲۰ کاله وروسته هم پېښ شوی دی.

څېړنه وایي هغه مېرمنې چې په تي کې یې لویې غوټې درلودې او سرطان یې څلورو یا ډېرو لنفاوي غدو ته خپور شوی، په راروانو ۱۵ کلو کې د سرطان د بیا راڅرګندېدو له ډېر خطر سره مخامخ وي.

هغه مېرمنې چې غوټې یې وړې او سرطان یې لنفاوې غدو ته نه وي خپور شوی د بیا څرګندېدو له لږ یعنې ۱۰ سلنې خطر سره مخامخ وې.

له آکسفورډ پوهنتون نه د دغې موندنې سرڅېړونکی ډاکټر هونګچاو پن وایي:

''دا عجیبه ده چې سرطان د دومره اوږدې مودې له پاره نا فعال پاتېدلی او ډېر کلونه وروسته له سره خپرېدلی شي ''.

ډاکټران له اوږدې مودې پوهېدل چې د تاموکسیفین پنځه کاله درملنه د اصلي درملنې تر پایته رسېدو پنځه کاله وروسته د سرطان د بیا څرګندېدو خطر درېیمه برخه راټیټوي.

وروستۍ موندنې وایي تر لسو کلو د هورموني درملنې اوږدول د تي سرطان د بیا څرګندېدو او مړینې په مخنیوي کې ښایي ډېر ګټور وي.

له سرطان ناروغۍ د خبرتیا خیریه موسسې ''برېسټ کنسر نو '' غړې سلي ګرینبوک وایي مهمه داده چې مېرمنې په خپله درملنه کې هر ډول بدلون له خپلو ډاکټرانو سره وڅېړي.

هغه وایي :

''له ټولو هغو مېرمنو چې د تي سرطان درملنه یې کړي غواړو چې وارخطا نه شي، خو د بیا څرګندېدو نخښو ته دې ځیر اوسي او که هره اندېښنه ورسره وي له خپل ډاکټر سره دې یې شریکه کړي. ''