نبوي جومات کې د اسرائیلي عکس پر ټویټر غوسه راپارولې

د عکس سرچینه، FACEBOOK/BEN TZION
د سعودي عربستان مدینې منورې نبوي جومات د ننه د بن تسیون چدنوڅکي په نوم د یوه روسي الاصله اسرائیلي وګړي انځورونو پر خواله رسنیو د عربانو ترمنځ غوسه راپارولې ده.
دغه ۳۱ کلن اسرائیلي د ځان ځینې عکسونه خپاره کړي چې ایران، لبنان، سعودي عربستان او اردن ته پکې تللی دی.
بن تسیون پر فیسبوک نبوي جومات د ځان اخیستل شوي انځورونه هم خپاره کړي دي.
نوموړي پر فیسبوک یو انځور خپور کړی چې د سعودي د "تورې نڅا" مشهورې نڅا حالت کې د سعودیانو دودیزه جامه کې ولاړ دی او له عکس سره یې لیکلي چې: "د سعودي ولس د یهودي ولس په څنګ کې ولاړ دی."
بل ځای لیکي: "منځني ختیځ کې سوله یو او بل ته په درناوي او مینه کې ده".
نامسلمانو ته مکې مکرمې او په سعودي عربستان کې نورو سپېڅلو ځایونو ته په ورتګ بندیز دی، خو تسیون وايي په مدینه کې دیني ځایونه د عامو خلکو لپاره پرانیستي دي.
بن تسیون چې په ۲۰۱۴ کال یې د اسرائیلو تابعیت هم ترلاسه کړی، "ټایمز آف اسرائیل" ورځپاڼې ته ویلي، د اسلامي هېوادونو چکر وهل دده د خوښې کار دی او غواړي دا پیغام ورسوي چې "نورو دینونو او کلتورونو ته درناوی کوي".
دی زیاتوي، په عربي نړۍ کې هېڅوک هم د تېري په موخه ده ته نه دي ورنژدې شوي. دوی به راته ویل "له اسرائیلو او یهودي ولس سره مینه لري."
دی وايي، ټولو سپېڅلو ځایونو ته د ننوتلو قانوني جواز او وېزه یې لرله، خو دا یې نه دي ویلي چې هلته د تګ لپاره یې کوم ډول پاسپورټ کارولی.
بن تسیون د ایران تهران او قم ښارونو ته هم د خپل سفر ځینې انځورونه خپاره کړي. ایران او اسرائیل دوه ظاهراً سرسخته دښمنان ښکاري، چې ایران ته د اسرائیلي وګړو پر تګ بندیز دی.

د عکس سرچینه، FACEBOOK/BEN TZION
که څه هم بن تسیون د سولې خبرې کوي، خو پر ټویټر یې پر وړاندې سخته غوسه پارېدلې ده.
پر ټویټر د "نبوي جومات کې صهیونی" هشټګ په ۲۴ ساعتونو کې تر ۹۰ زرو ډېر لاس په لاس شوی دی.
یوه ټویټر کاروونکي لیکلي: "علماء زندانونو کې دي او صهیونستان نبوي حرم کې .. ! اندېښمنونکې ده" !!
یوه بل لیکي: "د ال سعود (سعودي واکمنې کورنۍ) د واکمنۍ پرمهال د مسلمانانو دښمنان یرغلګر په عربي نړۍ کې مزې او چړچې کوي، د دوی له میندو سره مېلې کوي او نبوي جومات ککړوي".
دا انځورونه داسې مهال خپاره شوي، چې په سیمه کې د ایران د ډېرېدونکي نفوذ د مخنیوي په پار د اسرائیلو او سعودي عربستان ترمنځ اړیکي یوڅه ښه شوي دي.
د اسرائیلو د پوځ مشر ګادي ایزنکوت په وروستیو کې د سعودي یوې وېبپاڼې ته ویلي وو، اسرائیل له ریاض سره "استخباراتي معلوماتو" شریکولو ته چمتو دی.








