د برتانیا لومړۍ وزیره روسیه په ټاکنو کې په لاسوهنه تورنوي

v

د عکس سرچینه، .

د برتانیا لومړۍ وزیرې په بې مخینې نیوکه کې روسیه په ټاکنو کې په لاسوهنه او سایبري جاسوسي تورنه کړه.

تریزا مۍ د لندن ښاروالۍ مېلمستیا کې مهمو سوداګرو ته وینا کې وویل، د ویلادیمیر پوتین حکومت د ازادو ټولنو د کمزورولو هڅه کوي.

"د روسیې حکومت رسنیو کې په ناسمو رپوټونو خپرولو سره د درز اچولو هڅه کوي، خو سره له دې چې برتانیا له روسیې سره پرلپسې ټکر نه غواړي، بیا هم له خپلو ګټو دفاع کوي".

د مېرمن ۍمۍ دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له وروستیو څرګندونو سره په ټکر کې دي چې ویلي و، په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې پر نه لاسوهنه باور لري.

د برتانیا لومړۍ وزیرې روسیې په یادولو سره وویل:

"د ولسمشر پوتین لپاره یو ډېر ساده پیغام لرم، هغه باید د وروستیو کلونو سره توپیري لار غوره کړي، چې نتیجه یې له روسیې سره د کریمیا یوځای کول، د اوکراین کشالې ته لمن وهل او پر اروپايي پارلمانونو او حکومتونو سایبري بریدونه وو".

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پوتین او مۍ

د هغې په خبره، مسکو له لوېدیځ سره ښه ملګری کېدلی شي، خو په دې شرط چې قانوني چلند وکړي.

"روسیې په ځلونو د څو اروپايي هېوادونو پر هوايي پوله تېری کړی او د ډنمارک، جرمني او څو نورو هېوادونو د دفاع وزارتونو د کمپیوټرونو د هک کولو او ټاکنو کې د لاسوهنې په ګډون یې د سایبري جاسوسي او ګډوډي رامنځ ته کولو هڅه کړې ده".

هغې د روسیې په مخاطبولو سره زیاته کړ:

"موږ پوهېږو چې تاسو څه کوئ، خو بریالي به نه شئ، ځکه چې زموږ د ولسواکۍ ځواک، د ازادو او پرانستو ټولنو جاذبه او هغه یووالي ته د لوېدیځو ملتونو ژمنه مو له پامه غورځولې چې موږ سره پیوندوي".

د برتانیا لومړۍ وزیرې زیاته کړه، چې هېواد یې له اروپايي ټولنې بېل شوی او په نوې لار روان دی، خو د ناټو په تړاو پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

مېرمن مۍ وویل، له اروپايي ټولنې سره داسې پیاوړی اقتصادي شراکت غواړي چې اروپا کې د روسیې د ګډوډۍ رامنځ ته کولو مخه ونیسي.