تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"له ایران سره د افغان سوداګرۍ زیاتېدلو د سوداګرۍ ګډه خونه اندېښمنه کړې"
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
ایکسپرېس ټریبیون:
پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپرېس ټریبیون لیکي چې د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې ته پام وکړي.
د دغې خونې مشر په یوه بیانیه کې اندېښنه ښودلې چې له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ زیاتېدل او له پاکستان سره یې کمېدل د اندېښنې وړ دي.
هغه د پاکستان د پوځ له مشر غوښتنه کړې چې په دې لار کې مخ په وړاندې قدم واخلي او دا خونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه ګډ ارګان په توګه فعالیت ته تیاره ده.
پاکستان ټوډې:
پاکستان ټوډې ورځپاڼه لیکي چې سعودي عربستان د تاپې ګاز نل لیکې د پروژې ملاتړ کوي.
تاپې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوي.
دغه ورځپاڼه زیاتوي سعودي له تاپې پروژې خپل ملاتړ په هغه غونډه کې په ډاګه کړی چې په ریاض کې د ترکمنستان او سعودي عربستان د دولتي چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.
ورځپاڼې د ترکمنستان د مرستیال لومړي وزیر مقصد باباییف په حواله- چې په دغه غونډه کې یې برخه اخستې- ویلي سعودي چارواکو د ترکمنستان په ګاز، تیلو ټرانسپورټ، مخابراتو، کان کیندنو او بهرنیو او کورنیو پروژو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
هندوستان ټایمز:
هندوستان ټایمز لیکي د برتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون د خپلو خاطراتو په نوي کتاب کې ویلي چې پاکستان د ترهګرو مرکز دی.
ده ویلي په افغانستان کې د حقاني او داعش ډلو بریدونه زیات شوي، خو پاکستان د دې ستونزې په مخنیوي کې نه یوازې کمزوری بلکې د ترهګرو په مرکز بدل شوی.
برتانوۍ ورځپاڼه لیکي څو ساعته وروسته له هغه چې داعش ډلې اعلان وکړ چې د دوی ویب پاڼې څوک نه شي هک کولی، یوه ډله مسلمانو هک کرانو د دغې ډلې تبلیغاتي پاڼو ته ننوتلي او د دغې ډلې د اړوند شاوخوا دوه زره کسانو ایمیل ادرسونه یې خپاره کړي دي.
ورځپاڼه د ځینو کارپوهانو په حواله لیکي د سیمې له لاسه ورکولو په څير داعش ډله په نړیواله انټرنیټي شبکه کې هم د له منځه تللو په حال کې ده .