"له ایران سره د افغان سوداګرۍ زیاتېدلو د سوداګرۍ ګډه خونه اندېښمنه کړې"

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

ایکسپرېس ټریبیون:

ر

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، افغانستان ته د هند د غنمو لومړۍ جوپه ورسېده.

پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپرېس ټریبیون لیکي چې د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې ته پام وکړي.

د دغې خونې مشر په یوه بیانیه کې اندېښنه ښودلې چې له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ زیاتېدل او له پاکستان سره یې کمېدل د اندېښنې وړ دي.

هغه د پاکستان د پوځ له مشر غوښتنه کړې چې په دې لار کې مخ په وړاندې قدم واخلي او دا خونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه ګډ ارګان په توګه فعالیت ته تیاره ده.

پاکستان ټوډې:

ر

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د ټاپي ګاز نل لیکه ۱۴۷ کیلومتره د ترکمنستان په خاوره کې، ۷۳۵ کیلومتره یې د افغانستان په لوېدیځو (هرات، فراه، هلمند او کندهار) ولایتونو کې تېرېږي، او پاکستان کې له ۸۰۰ کیلومتره واټن وهلو وروسته د هند فاضیلکا ښار ته رسېږي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه لیکي چې سعودي عربستان د تاپې ګاز نل لیکې د پروژې ملاتړ کوي.

تاپې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوي.

دغه ورځپاڼه زیاتوي سعودي له تاپې پروژې خپل ملاتړ په هغه غونډه کې په ډاګه کړی چې په ریاض کې د ترکمنستان او سعودي عربستان د دولتي چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.

ورځپاڼې د ترکمنستان د مرستیال لومړي وزیر مقصد باباییف په حواله- چې په دغه غونډه کې یې برخه اخستې- ویلي سعودي چارواکو د ترکمنستان په ګاز، تیلو ټرانسپورټ، مخابراتو، کان کیندنو او بهرنیو او کورنیو پروژو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

هندوستان ټایمز:

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برتانیا پخوانی لومړی وزیر ګورډن براون.

هندوستان ټایمز لیکي د برتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون د خپلو خاطراتو په نوي کتاب کې ویلي چې پاکستان د ترهګرو مرکز دی.

ده ویلي په افغانستان کې د حقاني او داعش ډلو بریدونه زیات شوي، خو پاکستان د دې ستونزې په مخنیوي کې نه یوازې کمزوری بلکې د ترهګرو په مرکز بدل شوی.

برتانوۍ ورځپاڼه لیکي څو ساعته وروسته له هغه چې داعش ډلې اعلان وکړ چې د دوی ویب پاڼې څوک نه شي هک کولی، یوه ډله مسلمانو هک کرانو د دغې ډلې تبلیغاتي پاڼو ته ننوتلي او د دغې ډلې د اړوند شاوخوا دوه زره کسانو ایمیل ادرسونه یې خپاره کړي دي.

ورځپاڼه د ځینو کارپوهانو په حواله لیکي د سیمې له لاسه ورکولو په څير داعش ډله په نړیواله انټرنیټي شبکه کې هم د له منځه تللو په حال کې ده .