تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په امریکا کې توپان زرګونه کورونه نړولي
د امریکا د لویې وچې په کاسټاریکا، نیکاراګوا او هندوراس کې توپان شاوخوا ۲۰ کسان وژلي، زرګونه کورونه یې ړنګ کړي او اوس یې د متحده ایالتونو په لور یون کړی دی.
"نيټ" توپان زرګونه کورونه نړولي او له وېرې یې د مرکزي امریکا په هېوادونو کې بېړنی وضعیت اعلان شوی دی.
له "نېټ" توپان سره په شېبو باران مل دی چې له امله یې د ځمکښویېدنې پېښې شوي او نېزونه (سېلابونه) راوتلي دي.
د توپان له امله په کاسټاریکا هېواد کې د ناپاکو اوبو ویالې بندې شوي، زرګونه خلک چې کورونه یې ړنګ شوي، دمګړۍ په شپهغالو کې دېره شوي دي.
په دغه هېواد کې تر دا مهاله د توپان له امله د ۶ کسانو د مړینې خبر ور کړل شوی، په نیکاراګوا کې بیا د ۱۱ کسانو مړینه تایید شوې او هندوراس هېواد کې تر اوسه چارواکو د درې کسانو د مړینې خبره کړې ده.
په کاسټاریکا کې له ۵۰۰۰ ډېر کسان بې کوره شوې دي.
د اورګاډو تګ راتګ ځنډول شوی او د الوتکو ناستې - پاستې ته اجازه نه ور کول کېږي.
د سیلانیانو ځانګړي سیلځیونه هم تړل شوي دي.
د هوا پېژندونکو اټکل دی؛ توپان چې د شمال پر لورې به حرکت وکړي، د تګ پر مهال به لا چټک او ډېر ورانی به په پېښ کړي.