فلوريډا کې توپان؛ ۵ میلیونه خلک باید کډه وکړي

د فلوریډا ساحلونو ته د ایرما نومي توپان په ور نږدې کېدو سره، ددې ایالت چارواکو د فلوریډا د سویلي سیمو له ۵ میلیونو او ۶۰۰ زره اوسېدونکو غوښتنه کړې چې خپل کورونو پرېږدې او امنو سیمو ته لاړ شي.

له هوا څخه په اخیستل شويو انځورونو کې ښکاري چې د جمعې ناوخته زرګونه موټر د توپان له وېرې له سویلي فلوریډا و شمالي هغې ته کوچېدلي دي.

هوا پېژندونکي وايي، د فلوریډا سواحلو ته په رسېدو به د توپان چټکوالی ډېر او فلوریډا به ړنګه کړي.

د فلوریډا د کړکیچ بنسټ مشر د سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ور کړ، که د توپان پر تګلوري پراته خلک له خپلو کورونو کډه نه شي؛ توپان به یې ووژني.

د ایرما سمندري توپان دمګړۍ د کیوبا ټاپووزمې پر سیمه دی، خو اټکل دی د یکشنبې/ګل په ورځ به فلوریډا ته ورسي.

دا وړاندوینه هم شوې که توپان خپل تګلوری بدل کړي، نو ښايي د فلوریډا پر ځای د هغه ګاونډي ایالتونه کارولینا او جورجیا وځپي.

ایرما توپان د کارایب ټاپوګانو تر سخت ځپلو وروسته باهاما ایالت ته ورسېد، خو د توپان د تګلوري بدلون مرسته وکړه چې باهاما ډېره ونه ځپي.

په ورته وخت کې ایرما توپان د کاراییب سمندر په ختیځو برخو کې باربودا او نور ټاپوګان په بشپړ ډول له منځه یووړل، خو وروستي رپوټونه دا دي چې اوسېدونکي یې د هوزه په نامه د بل توپان راتلو ته چمتووالی نیسي.

ځايي اوسېدونکو تېره ورځ ناوخته وویل، د هوزه نومي توپان له را رسېدو وړاندې به د باربودا ټاپو اوسېدونکي له دغه ځایه ولېږدول شي.