تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د پاکستان حکومت پر راتلونکي اندېښنه ښودلې
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټيلرسن وايي، هیواد يې د پاکستان د ولسي حکومت پر راتلونکي په تشویش کې دی او هلته د مضبوط او سوله ييز حکومت ملاتړ کوي، او له دغه هیواد سره په بهرنیو چارو، دفاع چارو، استخباراتو، اقتصادي او تجارتي برخو کې د پرمختګ لپاره کار کول غواړي.
په پاکستان کې تر ډېره دا فکر کېږي، چې ددغه هیواد بهرنۍ، دفاع او د استخباراتو چارې د ولسي حکومت پر ځای پوځ پر مخ بیايي او په دې وروستو کې د همدې پر سر د ولسي او پوځي واکمنو جنجال رامنځته شوی.
د چارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر خواجه اصف سره تر لیدنې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن له رسنوالو سره خبرو کې وویل، د امریکا نوې تګلاره د ټولې سیمې لپاره اړینه ده، خو په سیمه کې د بشپړه سولې لپاره د پاکستان رول تر ټولو اړین دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په خبره تر ښاغلي ټيلرسن وروسته به ښاغلی اصف نن پنجشنبه د امریکا د قامي سلامتۍ له صلاکار ميک ماسټر سره ملاقات وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې د امریکا سفر او دا ملاقاتونه کوي، چې پر پاکستان تر بل هر وخت زیات فشار دی، چې د اورپکو ډلو له پټ او ښکاره ملاتړه دي لاس واخلي.
په ورته وخت کې په دغه هیواد کې دننه هم د ولسي او پوځي واکمنو ترمنځ په همدې لرې والی رامنځته شوی، چې د ځينو سرچینو پر اساس ولسي حکومت ددغه هېواد پوځ ته د نړیوالو په څېر نظر لري او ترې غوښتنه کوي، چې نور دي د اورپکو ډلو له ملاتړه په شا شي.
په واشنګټن کې د پاکستان له سفارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، له ښاغلي ټيلرسن سره په ملاقات کې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر هغه ته باور ورکړ، چې پاکستان د هر ډول اورپکو ضد اقدام کړی او د اورپکو تر منځ هیڅ توپیر نه کوي.
له دې خبرپاڼې سره سم ښاغلي اصف په دې لیدنه کې زیاته کړې، چې په افغانستان او سیمه کې سوله او ټيکاو د امریکا او پاکستان دواړو په ګټه دی. خو زیاتوي، په پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو له امله تجارت او اقتصاد بېخي زیات اغیزمن شوی.
بلې خواته د پاکستان سرکاري خبري اژانس ادعا کوي، چې په دې لیدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خپل امریکايي سیال ته ویلي، چې د امريکا په نوې تګلاره کې يې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان قربانۍ بېخي له پامه غورځولې دي.
تردې وړاندې د روان کال په اګست مياشت کې د افغانستان په تړاو د ډونلډ ټرمپ د نوې تګلارې تر اعلان وروسته چې پکې يې پر پاکستان د اورپکو ډلو د پټنځیو او ملاتړ تور پورې کړی و، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف له ښاغلي ټيلرسن سره ملاقات او د امریکا سفر ځنډلی و.
د امریکا او پاکستان اړیکې چې تر ډېره د افغانستان له امله خرابې شوې، واشنګټن او کابل دواړه له لومړۍ ورځې راهیسې هلته د ناامنۍ تر شا پاکستان تورنوي، هغه څه چې پاکستان يې نه مني.