د لاس ویګاس بریدګر څوک و؟

۶۴ کلن سټیفن پډوک چې د امریکا په معاصر تاریخ کې د تر ټولو لوی خونړي برید لامل ګڼل کېږي، یو متقاعد محاسب دی چې د کلیوالي ښار نوادا په یوه کلي کې یې ارام ژوند درلود.

د چارواکو په وینا، نوموړی د نوادا په مسکیټ کې اوسېده، د پیلوټۍ او ښکار مجوز درلود خو جنايي مخینه یې نه درلوده.

د پډوک یوه پخواني ګاونډي ویلي، هغه یو مسلکي قمارباز و او هغه ته یې "عجیب او غریب" توری کارولی.

یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ښکاري چې پډوک رواني ستونه درلوده.

دا د امریکا په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړی برید ګڼل شوی چې تر اوسه پکې د وژل شویو شمېر ۵۸ اود ټپیانو شمېر تر ۵۰۰ زیات ښودل شوی.

د چارواکو په وینا، هغه د لاس ویګاس د منډلي بي هوټل له کړکۍ پر یوه کانسرټ راغلو کسانو ډزې پیل کړې او وروسته یې ځان هم وواژه.

وړاندې په ۲۰۱۶ هم امریکا کې ډله ییزه وژنه کې لږترلږه ۴۹ کسان هغه مهال ووژل شول، چې د فلوریډا ایالت یوه اورلانډو شپني کلب کې یوه سړي ډزې پیل کړې.

د لاس ویګاس یوه چارواکي جوزیف لومباردو ویلي، پولیسو د بریدګر په خونه کې، چې د هوتل په ۳۲ پوړ کې وه، تر "لسو ډېر ټوپک" مندلي. هغه د سپتمبر له ۲۸مې راهیسې هلته اوسېده.

که څه هم داعش ویلي، دا برید ددوی یوه اړوند کس کړی، خو ایف بي ای وايي، په برید کې کومې بهرنۍ ترهګرې ډلې یا سازمان لاس نه درلود.

د مشکوک کس ورور اریک پډوک خبریالانو ته ویلي، پلار یې د بانک یو غل و، چې نوم یې د ایف بي ای د لویو فراري کسانو لیست کې هم شته او یوځل له زندانه تښتېدلی و.

د پولیسو د ۱۹۴۹ کال د یوه خپاره شوي پوسټر پربنسټ، پاټریک بنجامین پډوک په "سایکوپاټي" اخته کس و.

اریک پډوک د فلوریډا ایالت په اورلانډو کې خبریالانو ته وویل، دې پېښې یې کورنۍ ته ټکان ورکړی.

دی وايي، د ورور یې له وسلې سره "مینه نه وه" او پوځي سابقه یې هم نه لرله.

میلیونر بریدګر

د مشکوک یوه بل ورور بروس پډوک ان بي سي ته ویلي، ورور یې ورور یې د مور د هغو ودانیو د مالیک او اجارې له لارې پیسې ترلاسه کولې، چې دی ورسره شریک و.

د پډوک کورنۍ وايي، سټیفن میلیونر و.

پډوک په ۲۰۱۳ کال له ټکساس ایالت نه خپل کور ته لېږدېدلی و.

د امریکايي رسنیو په وینا، پډوک د یوې کوچنۍ الوتکې چلولو اجازه هم درلوده او دوې الوتکې یې لرلې.