تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جواد ظریف: امريکا ښايي له اتومي تړونه ووځي
د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف وايي، داسې انګېري چې امريکا له هغه تړونه ووځي چې د تهران اټومي بوختياوي کابو کوي.
خو نوموړی وايي، هیله من دی چې اروپا به دغه تړون ژوندی وساتي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې تړون سخت منقد دی او ملګرو ملتونو ته د خبرو پر مهال يې له ايران سره دا تړون يو "شرم" بللې و.
ولسمشر ټرمپ به راتلونکې مياشت د دې خبرې پخلی کوی چې ايا ايران د اتومي تړون خپلې ژمنلې پلې کړې او که سرغړونه يې ترې کړې ده. که چېرې يې پرېکړه منفي وه نو يو ځل بيا به د امريکا کانګريس پر ايران بنديز لګولو بهير پيل کړي.
فرانسې، جرمني او بريتانيې په وروستيو کې د دې تړون ملاتړ کړی، همدا ډول روسيه او چين هم د دې ملاتړي دي.
له دوو بريتانوي اخبارونو سره د مرکې پر مهال جواد ظريف ويلي، که چېرې دغه تړون له منځه ولاړ ايران د یورانيمو د غني کولو او د پلاټونيم توليد بنديز ته ژمن نه دی.
خو نوموړي په دې ټينګار کړی چې د هېواد اتومي پروګرام به یوازې د سوله ييزو موخو لپاره وکاروي.
ښاغلي ظريف په نيويارک کې فايننشل ټايمز او ګارډين ورځپاڼو ته ويلي "زما انګېرنه او اټکل دا دی چې [ټرمپ] به يې تصديق نه کړي او کانګرېس ته به يې پرېږدي چې پرېکړه وکړي".
هغه زياته کړه "د دغه تړون له مخې ايران اجازه لري چې خپلې څېړنې روانې وساتي، موږ خپله ټکنالوژي پرمختللې کړې، که له تړون ووځو موږ به دا له پرمختللې ټکنالوژۍ سره کوو".
جواد ظريف ويلي د ايران غواروي پر دې ولاړې دي چې نړيواله ټولنه د امريکا سره څه ډول معامله کوي. که اروپا، جاپان، روسيه او چين د امريکا پر ملاتړ پرېکړه وکړي بيا زما په خيال تړون به ختمېږي.
I.