تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حسن روحاني د ايران ولسمشر شو
حسن روحاني د دوهم ځل لپاره د ایران ولسمشر شو. ښاغلي روحاني د رایو ۵۷ فیصده وګټلې او خپل محافظه کار سیال ابراهیم ریسي یې مات کړ.
حسن روحاني په لومړي ځل د ایران په ولسمشر کېدو له نړۍ سره اړیکې پراخې او پرانیستې.
په ځانګړې توګه په ۲۰۱۵ کال کې یې د خپل هېواد د اټومي پروګرام پر سر له نړیوالو سره یو تړون وکړ خو ډېری ایرانیان وايي له هغه تړون وروسته یې لا هم د اقتصاد له پلوه ژوند نه دی بدل شوی.