تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ پر فشار سربېره، ایران 'خُرمشهر' بالسټیک توغندی ازمویلی
ایران وايي نوی 'خُرمشهر' بالسټیک توغندی يې په بريا سره ازمویلی دی. دا توغندی د جمعې په ورځ په تهران کې په یوه پرېډ کې نندارې ته وړاندې شوی و.
خرمشهر توغندی په جنورۍ کې هم توغېدلی و خو په نیمه لاره کې چاودېدلی و.
دا خبر د 'تسنیم' په نوم خبري اژانس د ایران د هوايي ځواک د یوه قومندان له خولې خپور کړی چې وايي ''دا توغندی، یوه نوې لاسته راوړنه ده، چې د دفاع وزارت سپاه ته جوړ کړی دی''.
سرچینه وايي، خرمشهر توغندی ۲۰۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي او تر ۱۸۰۰ کیلومترو پورې د سروکو لېږدولو وړتیا لري او د یوه سروکي پرځای څو سروکي لېږدوي.
تېر کال تسنیم وېبپاڼې خبر ورکړي، چې د دفاع وزیر حسین دهقان د پارلمان غونډه کې په ډاګه وویل، د روان کال تر پایه به ''د توغندیو برخه کې درې مهمې لاسته راوړنې ولري او د ایران دفاعي توان به څو برابره لوړ کړي.''
د جمعې ورځې پوځي پرېډ کې د ایران ولسمشر حسن روحاني د ایران د دفاعي پروګرام په تړاو وویل: ''ایران د نړۍ له مظلومو خلکو سره تل ملاتړ کړی؛ که ځینې غواړي یا ونه غواړي موږ د یمن، سوریې او فلسطین له بې وسه خلکو دفاع کوو.''
نوموړي د ایران د اتومي پروګرام په تړاو د امریکا متحدو ایالتونو او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو دریځ ته په اشارې سره وویل، دغه هېوادونه د اتومي پروګرام په تړاو پر خپلو ژمنو ولاړ نه دي او سیمې ته خطرناک دي:
''موږ د خپلې خاورې د دفاع لپاره له هېچا اجازه نه اخلو، نه یوازې خپل توغندي پیاوړي کوو، بلکې خپل ځمکني، سمندري او هوايي خواکونه به هم زموږ د خپلو خلکو دفاع کوي''.
د ایران د اتومي پروګرام او توغندیو په اړه امریکا ډېرې نیوکې کړې.
ایران په داسې مهال د خرمشهر توغندي د ازمویلو اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وروستیوکې د ایران د اتومي پروګرام په اړه د (برجام) په نوم شوې هوکړه څپ څپانده او د سیمې لپاره ګواښ بللی.