'د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه' ومړه

د متحده عربي اماراتو 'برجیل' روغتون ویلي، د نړۍ تر ټولو چاغه مصرۍ ښځه ایمان احمد عبدالعاطي، چې په دې روغتون کې یې درملنه کېده، د بدن د ځینو غړو او د ګوردو د فعالیت درېدو له کبله مړه شوې ده.

روغتون وايي، د ایمان پر درملنې تر ۲۰ ډېر متخصص ډاکټران بوخت وو.

د ایمان وزن د درملنې له پیلېدا راهیسې کابو نیم ټن ته رسېدلی و. لومړی هغه د هند ممبۍ ښار سیفي روغتون ته یووړل شوه، ډاکټرانو ویلي ۲۵۰ کیلوګرامه وزن کم شوی دی.

خو د ایمان خور شیماء وویل، ډاکټران ناسمه خبره کوي، بلکې د خور روغتیايي وضعیت یې سم نه دی، چې ښايي له دماغي سکتې سره مخامخ شي، روغتون د هغې دا څرګندونې په ډېرې غوسې رد کړې وې.

د وزن د کمېدو په تړاو له لانجو وروسته عبدالعاطي بیا وروسته اماراتو ته ولېږدول شوه.

د هغې کورنۍ وايي، ایمان د زیږېدو پرمهال پنځه کیلو وزن درلود، خو کله چې یوولس کلنه شوه، وزن یې په ډېرې چټکۍ زیاتېده، همدا وو چې په بستره کې یې خپل ډېر عمر تېر کړ.

دا تېر ټول کلونه د ۳۷ کنې ایمان پالنه او خدمت د دې مور او خور کاوه.

نوموړې ټیک ۲۵ کاله له خپل کور ونه وتله.