شمالي کوریا ته څېرمه د امریکايي جنګي الوتکو الوتنې

د امریکا دفاع وزارت ویلي، د دغه هېواد جنګي الوتکو د شمالي کوریا ختیځو سمندرغاړو ته څېرمه الوتنې کړې، چې د هر ډول ګواښ پر وړاندې د پوځي غبرګون شتوالی ثابت کړي.

د پینټاګان چارواکو په وینا دغه الوتنې د دواړو کوریاګانو تر منځ په هغه سیمه کې چې غیر پوځي بلل کېږي د شمال لور ته د ۲۱ پېړۍ تر ټولو نژدې الوتنې دي.

د پیونګیانګ اتومي پروګرام پر سر دا وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی. د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کې د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزیر رای یونګ هو ویلي و، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډټرمپ د (ځانوژنې چاره) پیل کړې ده.

د نوموړي له وینا لږ مخکې د متحدو ایالتونو دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي وو:

''موږ د امریکا خاورې او د خپلو متحدینو د دفاع لپاره د ټولو پوځي وړتیاوو کاروولو ته چمتو یو. ''

وروستۍ الوتنې د دواړو هېوادونو د مشرتابه تر منځ له سختو ناندریو وروسته شوې دي. د ملګرو ملتونو له پرلپسې بندیزونو وروسته هم شمالي کوریا خپل اتومي پروګرام روان ساتلی دی.

د شمالي کوریا مشر وايي، اتومي پروګرام یې د بهرنیانو پر وړاندې چې د ده په وینا غواړي دوی تباه کړي، یوازینۍ وسله ده.

د روانې میاشتې لومړیو کې شمالي کوریا خپله وروستۍ او تر ټولو زوروره اتومي ازموینه وکړه او له هغه وروسته پرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نوي بندیزونه ولګول.

چین د ملګرو ملتونو له دغو بندیزونو وروسته شمالي کوریا ته د نفتو پر صادرولو محدودیتونه ولګول او له دغه هېواده یې د ټوکرانو واردول بند کړل، چې د شمالي کوریا دویم لوی صادراتي توکی دی.

چین د شمالي کوریا تر ټولو لوی اقتصادي ملګری هېواد دی او یوازینی داسې هېواد دی، چې د شمالي کوریا د پولي واحد یا کرنسي سرچینه ده.

د ارام سمندرګي سیمې لپاره د بي بي سي ایډیټره سیلیا هاټن وايي، دغه ټوکران لومړني پړاو کې په شمالي کوریا کې تولیدیږي او وروسته په چین کې د تولید له وروستیو پړاوونو تېرېږي او د قانوني پلور لپاره پرې د چین تولید مهرونه لګول کېږي.

خو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کې د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد به یې د دغو بندیزونو له کبله له خپل اتومي پروګرامه لاس پر سر نه شي.