تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شمالي کوریا ښايي د ټرمپ له ادارې سره 'خبرې وکړي'
د شمالي کوریا یوې لوړپوړې دیپلوماتې ویلي، هېواد یې په مناسبو شرایطو کې له امریکا سره خبرو ته چمتو دی.
د یونهاپ خبرې اژانس پر بنسټ، د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د شمالي امریکا د چارو مشرې (چو سون هوی) دغه څرګندونې د چین په پلازمېنه بېجینګ کې کړې دي.
د شمالي کوریا ډیپلوماټیکو سرچینو ویلي، اغلې چو په دې وروستیو کې ناروې ته د شمالي کوریا د استول شوي پلاوي مشري کوله چې په اوسلو کې یې د امریکايي کارپوهانو له یوې ډلې سره هم ولیدل.
اغلې چو په بیجینګ کې خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال له خبریالانو سره خبرې اترې کړې دي.
چو سون هوی د شمالي کوریا له باتجربه دیپلوماتانو ده چې د شمالي کوریا پر اټومي پروګرام د مرکچي پلاوي لوړپوړې غړې هم پاتې شوې.
د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې پوځي او دیپلوماتیک اړیکي خراب شوي دي.
امریکا ویلي، که شمالي کوریا پر جنوبې هغې برید وکړي، دوی یې ننګې ته چمتو دي.
شمالي کوریا بیا ګواښ کړی، که امریکا دغسې وکړي، دوی پرې اټومي ګوزار کوي.
امریکا هڅه کوي د بندیزونو په سختولو او دیپلوماتیکو هڅو په زیاتولو پر شمالي کوریا ومني چې له خپل توغندیز او اټومي پروګرامه لاس واخلي.
په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازولۍ د دغه نړیوال بنسټ له غړو هېوادونو غوښتي چې د بندیزونو لګولو پر پرېکړه دې بیا غور وکړي.
شمالي کوریا امریکا تورنه کړې چې د یادو بندیزونو د اجرایي کولو لپاره پر نورو هېوادونو فشار راوړي.