"که هند له پولې د را اوښتلو هڅه وکړي سخت ځواب به ور کړو"

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، عباسي د کشمیر مسلې اوارولو ته د نړیوالو هڅو غوښټنه وکړه.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې وویل، اسلام اباد له نوي ډېلي سره خبرو ته تیار دی.

خو زیاته یې کړه چې د دې خبرو لپاره هند ته پکار دي پاکستان کې د وسلوالو مرسته پرېږدي.

هند پخپله پر پاکستان تور لګوي چې په دغه هېواد کې یې داسې وسلوالو ته پنا ور کړې چې په هند کې تاوتریخوالي ته لمن وهي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ کشمیر هم د کړکېچ اصلي زړی جوړوي.

د پاکستان لومړي وزیر ملګرو ملتونو ته په وینا کې دا هم وویل، چې نړیوالې ټولنې ته پکار دي په کشمیر کې د خراب وضعیت پر اوارولو غور وکړي.

هند ته خبرداری

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، هندي ځواکونه له کنټرول کرښې سره.

نوموړي پر نوي ډېلي تو ولګاوه چې امنیتي ځواکونو یې تر واک لاندې کشمیر کې په چره يي ټوپکو سره د ماشومانو په ګډون زرګونو خلک ړانده کړي دي.

ښاغلی عباسي دا غوښتنه هم وکړه چې په هندي کشمیر کې دې د هند د هغه څه نړیواله پلټنه وشي چې نوموړي د نوي ډېلي جرمونه وبلل.

هغه د هند او پاکستان ترمنځ کشمیر کې پر کنټرول کرښه هم له اوربند سرغړونې یادې کړې او پر هند یې تور ولګاوه چې روان کال یې ۶۰۰ ځله اوربند مات کړی دی.

هغه خبرداری ور کړ چې د هند کوچني ګوزار ته به هم غاښ ماتی ځواب ور کړي.

"زه دا ویل غواړم، که هند له کنټرول کرښې د را اوښتلو هڅه وکړي یا د پاکستان خلاف د وړې جګړې پالیسي هم غوره کړي، نو سخت ځواب به ور کړو".

د مودي ګواښ

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېر جون مودي په امریکا کې وویل، که اړتیا شي نوی ډېلی به د پاکستان له پولې سره ورته عملیات بیا وکړي.

تېر کال د سپټمبر پر ۲۹ د هند پوځ وویل، د پاکستان پولې ته څېرمه یې د کشمیر لانجمنې کرښې په اوږدو کې د مشکوکو اورپکو پرضد هوايي بریدونه کړي دي.

د هندي چارواکو له خبرو داسې څرګندېده چې د پاکستان تر واک لاندې سیمې ته ننوتي او بېړني عملیات یې کړي دي.

د هند لومړي وزیر نرېندر مودي تېر جون امریکا کې د دې عملیاتو په یادولو سره وویل، هند هغه مهال نړۍ ته " خپل ځواک ثابت کړ" چې په پاکستان کې یې " هدفي بریدونه"وکړل.

ښاغلی مودي دامریکا په ورجېنیا ایالت کې هندي توکمه امریکایانو ته په وینا کې وویل، دغې پېښې وښودله چې هند "له زغمه کار اخلي خو چې اړتیا پېښه شي خپل زور هم ښيي. "