امریکا پاکستان کې حزب المجاهدین ترهګره ډله وبلله

د عکس سرچینه، AFP
امریکا په پاکستان کې کشمیرۍ توندلارې ډله حزب المجاهدین بهرنۍ ترهګره ډله وبلله او بندیزونه یې پر ولګول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو یوه بیان کې وايي:
"امریکا حزب المجاهدین د بهرنۍ ترهګرې ډلې په بللو سره امریکايي ولس او نړیوالې ټولنې ته دا وايي، چې دا ډله ترهګره ده. په دې ډول د ترهګرو او ترهګرو ډلو له خوا د امریکا د مالي ادارو پر کارولو بندیز لګېږي. پر دې سربېره د دوی خلاف هڅو کې له امریکايي امنیتي ادارو او نورو حکومتونو سره مرسته پکار ده".
امریکا وايي، پر حزب المجاهدین ډله په بندیزونو لګولو سره دا ترهګره ډله د بریدونو لپاره د بسپنې یا چندې له ټولولو هم منع کېږي.
د دې بندیزونو له مخې امریکا کې د حزب المجاهدین شتمنۍ کنګلېږي او له دې ډلې سره د امریکايي وګړو په هر ډول اړیکو هم بندیز لګېږي.
صلاح الدین او حزب المجاهدین

د عکس سرچینه، AFP
د حزب المجاهدین مشر سید صلاح الدین له لسګونو کلونو راهیسې کشمیر کې د هند ضد د ازادۍ جګړې دعوه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وايي، چې د سید صلاح الدین په مشرۍ دې ډلې د څو بریدونو مسوولیت منلی دی.
سږ کال جون کې د هند د لومړي وزیر نرېندر مودي د واشنګټن د سفر پر مهال د امریکا حکومت د حزب المجاهدین مشر سید صلاح الدین د نړیوالو ترهګرو نوملړ ته ور زیات کړ.
هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې سید صلاح الدین د ۲۰۱۶ کال سپټمر کې ګواښ کړی و چې د کشمیر کشالې د هر ډول سوله ییز اواري مخه به ونیسي، په دغه سیمه کې به ډېر ځانمرګي تیار کړي او کشمیر به د هندي پوځیانو پر ګور بدل کړي.
هند پر پاکستان تور لګوي چې د نورو کشمیري ډلو په څېر یې حزب المجاهدین ته هم په خپله خاوره کې ځای و رکړی، مالي او وسلوال ملاتړ یې کوي.
اسلام اباد دا تورونه ردوي، خو تېر کال کشمیر کې د حزب المجاهدین قومندان برهان واني له وژل کېدو وروسته د پاکستان حکومت نوموړی شهید وباله.
تر ټولو لویه جنګي ډله

د عکس سرچینه، Getty Images
حزب المجاهدین په هندي کشمیر کې د بېلتون غوښتونکو ډلو په منځ کې تر ټولو لویه او مهمه جنګي ډله بلل کېږي.
دې ډلې په دغه سیمه کې د څو ترهګریزو بریدونو مسوولیت منلی، چې پکې د ۲۰۱۴ کال اپرېل میاشت کې چاودنې هم دي، چې ۱۷ کسان پکې ووژل شول.
د هند حکومت هم سید صلاح الدین ترهګر او د څو بریدونو مسوول بللی دی.
د هند حکومت وايي، سید صلاج الدین پاکستان کې اوسېږي او کشمیر کې د دغه هېواد پرضد هڅې کوي.
هند د ۲۰۱۱ کال په مۍ میاشت کې پاکستان ته د ۵۰ غوښتو یا مطلوبو کسانو نوملړ ور کړ چې سید صلاح الدین هم پکې دی.
برهان واني

د عکس سرچینه، Facebook
برهان واني په کشمیر کې د حزب المجاهدین قومندان و چې د ۲۰۱۶ کال د جولای پر اتمه هندي ځواکونو وواژه.
د نوموړي له وژلو وروسته په سیمه کې لویې مظاهرې پیل شوې چې په تاوتریخوالي واوښتې او تر څو میاشتو روانې وې.
په هغو مظاهرو کې تر سلو پورې کسان ووژل شول او په زرګونو نور ټپیان شول.
سږ کال د برهاني واني د لومړي تلین په ورځ هم کشمیر کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي و.
د هندي کشمیر سرینګر او سویلي برخه کې ګرځبندیز و او انټرنېټ پرې کړل شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images








