یوه پوځي څنګه د روسیې او امریکا ترمنځ د اتوم جنګ مخه ونیوله؟

ر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ستانسلاو پیتروف پر ۲۰۱۳ کال له بي بي سي سره مرکه کې.

د سړې جګړې په سختو کلونو کې نږدې و د امریکا او روسیې ترمنځ اتومي جنګ وشي.

یوه روسي پوځي په خپله هوښیارتیا د دې جنګ مخه ونیوله.

دی د شوروي ځواکونو سرتېری و. نوم یې ستانسلاو پیتروف و، د ۷۷ کلونو په عمر مړ شوی.

نوموړی په مې میاشت کې مړ شوی، خو تر خلکو یې دا خبر په دې وروستیو کې رسېدلی دی.

ستانسلاو پیتروف پر ۱۹۸۳ کال روسیه کې په یوه اتومي بټۍ کې ګومارل شوی و.

یوه ورځ هلته کمپیوتر ارن وکړ چې امریکا د روسیې پر لور توغندی توغولی دی.

ستانسلاو پیتروف دا معلومه کړه چې د خبرداري دا زنګ په تېروتنه کړنګول شوی او تر خپلو چارواکو یې دا خبره ونه رسوله.

د هغه دا کار کلونه وروسته خلکو ته وویل شو او ترې په ډاګه شوه چې په خپل دغه عمل سره یې د یوه ممکنه اتومي جنګ د پېښېدلو مخنیوی وکړ.

د خبرداري زنګ څنګه وهل شوی و؟

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په سړه جګړه کې امریکا او روسیې یو بل ته ډېرې اتومي وسلې برابرې کړې وې.

پر ۲۰۱۳ کال له بي بي سي سره خبرو کې ستانسلاو پیتروف دا پېښه بیان کړه.

هغه وویل د ۱۹۸۳ کال د سپټمبر ۲۶مې سهار یې دفتر کې کار کاوه.

پر کمپیوتر یې داسې سینګنال راغی چې ښودل یې امریکا توغندی توغولی دی.

"له ما سره ټول هغه معلومات و چې په ډاډه یې دا ښکارول چې د توغندي برید شوی دی. که ما دا خبره تر چارواکو رسولی، نو ماته چا څه ویلی نه شول. ماته یواځې دا پاتې و چې تلېفون پورته کړم او خپلو قومندانانو ته دا خبره ور سوم، خو زه له ځای پورته نه شوم".

د خپلې پوځي روزنې اپوټه ستانسلاو پیتروف د پوځي چارواکو په ځای پوځي قومندانۍ ته زنګ وواهه او هلته پوځي افسر ته یې وویل چې سیستم کې یې ستونزه پیدا شوې ده.

که ستانسلاو پیتروف په سمه نه وی، نو څو دقیقو کې اتومي چاودنه کېده.

ده وویل، له تلېفون کولو ۲۳ دقیقې وروسته هم څه پېښ نه شول:

"نو زما زړه هم په ځای شو، که په دغه مهال څه کېدلی، نو موږ یې خبر ترلاسه کاوه".

وروسته پلټنو وښوده چې د روسیې سپوږمکۍ پر ورېځو پړکېدونکې لمر وړانګه باندې د اتومي توغندي ګومان کړی و.

زوی پیتروف چې د پلار مړینه یې ډاګیزه کړه

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر رېګن او د شوري مشر ګورباچوف پر ۱۹۸۷ کال د لنډ واټنه او منځ واتنه اتومي توغندیو د ختمولو تړون لاسلیک کړ.

ستانسلاو پیتروف د ډګروال په رتبه متقاعد شوی و.

دی د روان کال د مۍ پر ۱۹ مړ شوی، خو خلک په سپټمبر کې د هغه له مړینې خبر شول.

د ستانسلاو پیتروف د مړینې خبر هم تر ټولو مخکې د جرمني یو فېلم جوړوونکي کارل شو ماکر خپور کړ.

هغه چې د دې میاشتې په لومړیو کې ستانسلاو پیتروف ته د کلیزې مبارکۍ لپاره زنګ وواهه، نو د پتیروف په ځای د هغه زوی دیمیتري پیتروف پورته کړ.

هغه وویل چې پلار یې مړ شوی دی.

کارل شو ماکر دا خبر په خواله رسنیو خپور کړ او ور سره د نړیوالو رسنیو پام ور واوښت او رپوټ یې کړ.