تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند: د ۱۰ کلنې نجلۍ د ماشوم پلار هغه سړی نه دی، چې په تور یې نیول شوی
هند کې پولیسو پر هغې ۱۰ کلنې نجلۍ د جنسي تېري قضیه بیا پرانیستې، چې تېره میاشت یې ماشومه زېږېدلې وه او د هغې تره یې په تور نیول شوی و. دغه قضیه له طبي معایناتو وروسته بیا څېړل کېږي.
چارواکي وايي، معایناتو کې له دغې نجلې د زېږېدلې ماشومې او د هغې د زنداني تره ډي این اې ورته نه دي. نیول شوی ۴۰ کلن سړي تر اوسه یې په دې تړاو څه نه دي ویلي. یاده نجلۍ له خپلې مېندوارۍ ناخبره وه او هغه مهال چې په خیټه کې د درد له کبله ډاکټرانو معاینه کړه معلومه شوه، چې مېندواره ده.
د هند سترې محکمې د کم عمرۍ پر دلیل د دغې ماشومې د حمل ضایع کولو له اجازې ورکولو ډډه کړې وه. ډیلي کې د بي بي سي خبریاله ګیتا پانډې وايي، اوس له ډي این اې معایناتو وروسته پوښتنې راپورته شوې، چې پر دغې نجلۍ جنسي تېری چا کړی و؟
د نجلۍ پلار مخکې بي بي سي ته ویلي و، چې تورن کس پر ځان لګېدلي تورونه نه دي رد کړي. د خبریالې په خبره پولیسو هم ویلي و، چې دغه زنداني سړي پر خپل جرم اعتراف کړی دی او دوی اوس وايي، چې د معلوماتو کره کېدو لپاره به دویم ځلې طبي معاینات وکړي.
د هند چندیګړ ایالت کې ځايي محکمې له هغه وروسته دغې ماشومې ته د حمل ضایع کولو له اجازې ورکولو ډډه وکړه، چې د ډاکټرانو یوه پلاوي دا یوه 'خورا خطرناکه چاره ' وبلله او له هغه وروسته د هند سترې محکمې هم دغه چاره رد کړه.
د ماشوم له زېږېدو وروسته د ماشومې کورنۍ د هغې له خپلولو انکار وکړ او اوس یې د بې سرپرسته ماشومانو یوه مرکز کې پالنه کېږي. دغه خبر تر اونیو ځکه په سرلیکونو کې و، چې د هندي ډاکټرانو په ونیا د دوی روغتونونو کې له دې مخکې دومره کم عمره مور ماشوم نه دی زېږولی.
د هندي قانون له مخې که په ځانګړو قضیو کې ډاکټران د مور ژوند ته د خطر له کبله اجازه ور نه کړي، هېڅ ښځې ته له ۲۰ اونیو وروسته د حمل ضایع کولو اجازه نه ورکول کېږي.